کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / رحیم یارخان: په ترافیکي پيښه کې ۳۰ کسان وژل شوي ۶۶ نور ټپيان شوي

رحیم یارخان: په ترافیکي پيښه کې ۳۰ کسان وژل شوي ۶۶ نور ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پنجاب ایالت د رحیم یارخان په ولسوالي کې دوه مسافر وړونکي بسونه سره ټکر شوی چې له امله یې د وروستیو راپورنو پر اساس ۳۰ تنه وژل شوي او ۶۶ نور ټپيان شوي دي.

پيښه نن سهار د رحیم یارخان په «ساجا» نومي سیمه کې د خان پور پر سړک را منځته شوې.

د جیونیوز د خبر سره سم په دغه پيښه کې د دواړو بسونو چلوونکي ځای پر ځای وژل شوي دي.

د ټکر شوي بسونو څخه یو د کراچي څخه بهاولپور او بل د فیصل اباد څخه صادق اباد ته روان وو.

د پيښي سمدستي وروسته سیمي ته د ځان ژغورني عمله رسیدلې او د بسونو څخه یې ژوندي او مړي جسدونه را ایستلي دي.

د رحیم یارخان د پولیسو یوه مشر ظفر اقبال رسنیو ته ویلي چې د ځینو مړو جسدونه یې کورنیو ته سپارل شوي او نور یې د ټپيانو په شمول د شیخ زاید روغتون ته رسولي چيري چې بیړنی حالت اعلان شوی او د خلکو څخه د وینو ورکولو غوښتنه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم امکان لري چې د مړو شمېر تر دې هم زیات شي ځکه چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ