
جنرال دوستم د طالبانو په کمین کې ټپي شوی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): اجرائیه رئیس د وزیرانو په شورا کې ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په فاریاب کې د طالبانو په کمین کې سربېرن ټپي شوی دی.
نوموړي وویل چې جنرال دوستم هغه مهال د یوه کمین په صورت کې ټپي شو کله چې د غورماچ ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره د یوې قوې مشري کوله.
د یک تلویزون د راپور سره سم نوموړي د جنرال دوستم د روغتیا حالت د ډاډ وړ ښودلی او ویلي چې هیله من دی چې ډېر ژر بیرته روغ شي.
تېره ورځ طالبانو د دوستم په مشري د دولتي ځواکونو د قیصار په سیمه کې هغه کاروان په نښه کړ چې د غورماچ ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره روان وو.
په ټولنیزو رسنیو کې داسي انځورونه هم خپاره شوي چې د نوموړي پر موټر د مرمیو نښې ښکاري.
بلخوا خپله لومړی مرستیال جنرال دوستم د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې د پولیسو په جامو کې ځینو کسانو پر ده برید وکړ.
او زیاته کړې: زه خبر وم چې طالبانو د غورماچ ولسوالۍ په څنډه کې دوه موټر له بارودو ډک تیار کړي وه تر څو پر ما برید وکړي.
ویل کیږي چې په دغه برید کې د نوموړي ۵ ساتونکي وژل شوي.