نظــر

په پټو ټیلیفوني مکالمو د امریکا او اروپا ناندرۍ

د جاسوسي څخه وروسته د امریکا او اروپايي هیوادونو تر منیځ د واټن زیاتوالی

پخوا به یوازې د امریکې خلکو دا ویره درلوده، چې حکومت به ېې جاسوسي وکړي او خبرې به یې وڅاري، خو اوس نه یوازې عام وکړي بلکې نور ولسونه او د نړۍ لوړ پوړي چارواکي له دې اندېښنې څخه سر ټکوي. څه موده وړاندې راپورونه خپاره شول، چې امریکا د خپلو دوستو هیوادونو او د لوړ پوړو چارواکو محرم اسناد په پټه او ددوی په ناخبرۍ کې کتلي، دې کار د نړۍ د مشرانو توند غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

که چیرې د امریکا د جاسوسۍ تاریخ ته ځغلنده کتنه وکړو، دا په ډاګه ښکاري چې یاد هیواد له ډیر پخوا څخه د چارواکو د محرمو اسنادو په تعقیب لګیا دی، په ۱۹۲۰ زیږدیز کال کې امریکا د Chamber Black  په نامه یو جاسوسي اداره رامنځته کړه، ددغه ادارې دنده دا وه، چې د مهمو هیوادونو د خلکو او چارواکو شخصي مکالمې او لیکونه کشف او تر څار لاندې ونیسي. د دوهمې نړیوالې جګړې به پيل کې، امریکا د SHAMROCK په نوم بله جاسوسي اداره هم رامنځته کړه- دغه اداره موظفه وه، چې د چاروکو او ځینو مهمو خلکو مکالمې او لیکونه تعقیب کړي، تر دې راووروسته، په ۱۹۶۰زیږدیز کال کې د MINARET په نوم یوه بله جاسوسي اداره رامنځته شوه، چې یاده دنده یې مخته وړله، د تکنالوژۍ له پراختیا سره جوخت، دوی یوه بله اداره National security Agency (NSA) یعنی ملي امنیتي اداره د جاسوسي په کار وګمارله، چې اوس هم یاده اداره د جاسوسي دنده پرمخ بیایي، البته دغه اداره د ۱۹۵۲ زیږدیز کال څخه تر اوسه په نوموړي کار بوخته ده، نوموړې ادارې د هر هغه چا د تعقیب او څار لارښوونه شوې چې امریکایي ګټې له خنډ سره مخ کولی شي. تر اوسه دغه ادارې په میلیونونو جاسوسۍ ترسره کړې دي، د روان میلادي کال په پیل کې د نوموړې ادارې یو ګروپ ۵۰ بیلیونه تیلیفوني اړیکې، لیکونه او نور مواصلاتي مواد کشف او تعقیب کړي دي.

د روان زیږدیز کال د جنورۍ په میاشت کې نوموړې ادارې ټولټال ۱۲۸ بیلیونه او ۸۰ میلیونه تیلیفوني اړیکې کشف کړي، چې د هغو د ډلې څخه د عراق او سعودي عرب ۷.۸ بیلیونه، افغانستان ۲۱ بیلیونه او ۹۸ میلیونه، پاکستان ۱۲ بیلیونو څخه زیات، مصر ۱ بیلیون او ۹ میلیونه، هند د یو بیلیون څخه زیات، اردن ۱ بیلیون او ۶ میلیونه او د ایران ۱ بیلیونه او ۷۳ میلیونه ټیلیفوني اړیکې څارلې او کشف کړي دي. د فرانسې یوې رسنۍ هم دا تایید کړې چې دغه ادارې د یوې میاشتې په ترڅ کې ۷۰ مبلیونونو څخه زیاتې ټیلیفوني اړیکې څارلې دي. دغه جاسوسي، د امریکا او اروپا او د نړۍ نورو هیوادونو ترمنځ ناندرۍ پورته کړې دی، او امریکا ېې له ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو فشارونو سره مخ کړې ده.

 پټه دې پاتې نه وې، چې د امریکا ٪۵۶ وګړي د دې کار مخالف او ٪۳۶ د دې کار ملاتړ کوي. اوس خو په امریکا کې د دې کار د مخالفت لپاره په حکومت او پارلمان کې ګروپونه جوړ شوي، چې  د حکومت څخه په ټینګه د دې کار سپیناوی غواړي، حکومت د دوی د غوښتنو لپاره یو څه پالیسۍ او پلانونه جوړ کړي، خو تراوسه يې عملي بڼه نه ده غوره کړې، د امریکا د استخباراتو پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن چې اوس يې په روسیه کې سیاسی پناه ترلاسه کړې، وايي: د امریکې د ۱۶ څاګرو ادارو کلنۍ بودیجه ۵۲.۶ بیلیونه ډالره ده، چې په دغه بودیجه کې د سی آی اې ۱۴.۷ بیلیون ډالره ده. د واشنګټن پوسټ ورځپانې د راپور له مخې، د ۲۰۰۴ کال څخه را په دیخوا، د سی آی اې په کلنۍ بودیجه کې ٪۵۰ زیاتوالي راغلی، دغه شان، سی آی اې ۶۷ میلیون ډالره په کال کې په بهرنیو هیوادونو کې له دې کبله لګوي، څو د دوی کوم جاسوس رسوا او افشا نه شي. که N.S.A  ته راشو نو د نوموړې ادارې کلنۍ بودیجه ۱۰.۸ بیلیون ډالره ده. ایډوارډ سنوډن په خپلو اعترافاتو کې زیاتوي، چې په دې ۱۶ ادارو کې د دوو ادارو C.I.A  او N.S.A  دنده په بهر هیوادونو(چین، روس، ایران کیوبا او اسراییل) کې د کمپیوټري معلوماتو هیک کول یا له کاره غورځول دي.

په اوس وخت کې د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلامیرکل په ګډون، د ۳۵ نورو هیوادونو( فرانسې، میکسکو، برازیل…) په دې کار توند او سخت غبرګون ښودلی او یادو هېوادونو چارواکو له وړاندې په دې کار باندې متحده ایالتونو ته خپله خواشینې په ډاګه کړې. د نوموړو هیوادونو وګړو د خپل هیوادونو څخه د لاریونونو په ترڅ کې غوښتي چې د دې کار په اړه دې د امریکا په وړاندې کلک او جدي غبرګون وښيي. د اروپایي ټولنې یو تن چارواکي په اروپایانو د Wake up call یعني راویښ شۍ اروپایانو! غږ کړي او له ټولو اروپايي هیوادونو څخه ېې غوښتي چې د دې کار په وړاندې سره یو شي او ترسره کوونکي  ېې د قانون منګلو ته وسپاري-  او دا ېې هم زیاته کړه چې باید مونږ د خپلو مهمو معلوماتو د ساتلو لپاره ډیر څه وکړو، چې له جاوسوسي څار څخه خوندي شي. که په اروپا کې د ګوګل او فیس بک په شان امریکايي انټرنیټی ویبپاڼې د دې جاسوسۍ په کار تورنې شي، نو مکلف به وي څو د خپلو عوایدو ٪۲ جریمه ورکړي.

فرانسې او جرمني خو له امریکا غوښتي، چې د محرمو اسنادو په اړه دې ورسره معاهدې امضا کړي، فرانسه تور لګوي چې د امریکا سره په دې کار کې د یهودو څارګره شبکه (موساد) هم شامله ده. اروپايي هیوادونو امریکا ته دا ګواښ هم کړی، چې ورته مسایل زمونږ اړیکې د تروریزم د جګړې په ضد ترینګلې کولی شي او ددې اتحاد په نوموړې مبارزه کې د ټوټه کیدو شونتیا هم لیدل کیږي.

پایله:

د امریکې وګړو او اروپايي هیوادونو، د امریکا په حکومت بې اعتمادي او بې باوري د امریکا پر حکومت فشار زیاتوي، د جاسوسۍ یاده چاره په امنیت سربېره، په اورپا کې د امریکا تکنالوژیکي، اقتصادي ګټو او د ترورېزم پر ضد جګړې ته هم زیان رسوي. دا موضوع به وخت ته وسپارو چې اروپايي هیوادونه د ترورېزم پر ضد تش په نامه جګړه کې له امریکا سره څومره مرسته کوي، که څه هم امریکا، اروپایی هیوادونو ته پوره ډاډ ورکړی، خو یاد هېوادونه تر ډیره د متحده ایالتونو له یادې کړنې څخه ناخوښ ښکاري.

لیکنه: محمد عالم
سرچینه: نداېې ملت مجله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x