کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کابل _ جلال اباد لویه لار کې د کرولا ډوله موټر د ټکر له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل _ جلال اباد لویه لار کې د کرولا ډوله موټر د ټکر له امله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د لغمان ولایت ویاند سرحدی خواک رسنیو ته ویلي چې، نن سهار ۹بجې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د یو کورولا موټر دټکر له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي له قوله د قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې یو کورولا ډوله موټر، چې له کابله ننګرهار ته په لاره و، له یوه پله سره د ټکر له کبله یو تن وژل شوی او د دریو مېرمنو په ګډون څلور تنه ټپیان دي.

د ده په خبر ټپیان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د لارو تنګوالی او د موټر چلوونکو د بېغورۍ له امله ډیر کله ورته پېښې را منځ ته کېږي.

فرهاد کابلی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ