کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / امریکا: د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر دفتر برید شوی

امریکا: د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر دفتر برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د متحده ایلاتو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پردفتر بمي برید شوي، یاد دفتر چې دامریکا دشمالي کارولاینا ایالت کې موقعیت لري، د نامعلومو کسانو له لورې د سوځونکي بم د برید ښکار شوی.

د برید له امله د ودانی ډیری برخه سوځویدلي، سوځویدلي ودانې ته نیږدې، دیوې بلې ودانې په دیوالونو بریدکوونکو ټرمپ ته له ګواښونو ډکې خبرې لیکلي.

« نازي جمهوریت پلوو ددې ښار نه ورک شۍ، او که نه وي… » دا او دیته ورته نور هغه ګواښوونکي توري دي چې بریدګرو یې د ټرمپ او جمهوریت پلوو پر وړاندې لیکلي.

د دترکیې دپښتو څانګې TRT ویبپاڼې د راپور په استناد په پیښه کې پرته له دفتر او ودانی چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د ولسمشری لپاره دجمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د نوموړي برید پړه مستقیمآ د هیلري کلینټن په پلویانو اچولي، هغه له پیښې وروسته په څرګندو ټکو وویل چې هیلري کلینټن او پلویان یې په داسې حال کې زمونږ بری نشي زغملی او پر دفترو مو بریدونه کوي چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې تر دوی مخکې روان یو.

خو بل اړخ ته هیلري کلینټن د رسنیو له لورې په یوه پیغام کې یاد برید غندلی او دایې د نه منلو اقدام بللی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ