نظــر

محلی راډیو او که د ځوان نسل د بی لاري وسیله

نه می غوښتل چې په داسی شیانو څه ولیکم او خپل قیمتی وخت پري ضایع کړم، ځکه دا هغه څه دي چې تر لمر روښانه او د هیواد اکثریت وګړی ښه پری پوهیږی چه دا ډول تش په نامه میډیاوي د چا لخوا کمک او برابریږې؟ څوک یې تر شا ولاړ دي؟ د څه لپاره په کار اچول شوي؟  او څوک ورسره په اړیکه کې دي؟ له بلی خوا چې کله د حضرت محمد (ص) هغه مبارک حدیث را په یاد شو چې فرمایلي یی دي (که چیری یو له ستاسو څخه کوم بد عمل ووینی هغه د اول په لاس سره بند کړي، که په لاس نشی کولای نو هغه ته د په ژبه ووایی، او که په ژبه هم نشی کولای نو په زړه کې یی د بد وګني او دا د ضعیف ترین مؤمن درجه ده)،

نو هوډ مې وکړ چې هرومرو خپله ایماني وظیفه سرته ورسوم. هیله مند یم هغه خلک چې تر اوسه په دي ندی خبر، پري خبر شی او د داسي مفسیدو او ناروا خلکو د مخکې تلو په مقابل کي کلک ودریږي ترڅو هغوي د حق خوا ته سوق شي.

د بیلګي په ډول دلته زه د سیدآباد راډیو چې یوه محلی راډیو ده، د وردګو ولایت سیدآباد ولسوالي کې موقعیت لري، لږ رڼا اچوم. نوموړی راډیو څو کاله کیږي چې په دی ولسوالي کې خپرونې کوي، ولی په غالب ګمان سره، مخکې یې په نورو نومونو سره نشرات وړاندي کول. څنګه چې زه د نوموړی راډیو د اوریدو شوقي او مینه وال نه یم ولي کله نا کله پری برابر شم دا ځکه چې نن ورځ زیاتره راډیوګانی د AM په امواجو برسیره د FM  په څپو هم خپرونی کوي ممکن له دی سببه چې د FM  څپي په اکثریت موبایلونو کې شتون لري او هر څوک کولاي شي چې په آسانه یی خپرونی واوري. کله چې ددي راډیو خپروني اورم خدای (ج) شته، ډیر خواه بدي کیږم، ځکه داسي خپروني واړندي کوي چې پنځه په سلو کې د اسلام، خلکو او منطقي په ګټه ندي.

دسیدآباد غږ راډیو څه خپروي؟

نوموړي راډیو څلورویشت ساعته خپروني لري چې د نشراتو برخه یی تقریباً پنځه شپیته په سلو کې  د ساز او سندرو لپاره بیله شوي چې ډیري یی  پښتو سندري وي، ولی په دري، فارسي، هندي او آن په انګلیسي سندري هم خپروي. څلور یا پنځه په سلو کې اسلامې خپرونې لري چې د محترم مولي یاسین فهیم په غږ کې ثبت او وړاندي کیږی او واقعاً د قدر وړ خپرونه ده. ولی دا اسلامې خپرونې کله چې د ماښام لومونځ وشې شروع او تر نیم او بعضی وخت ممکن تر یوه ساعت لپاره دوام وکړي، چې دا بیا داسی وخت ده چې څوک خپروني ته غوږ هم نه نیسي. د لمازدیګر او ماښام ترمنځ وخت چې فرضې تقدیري ده او په دي وخت کې هر ډول مجلس او خبري منعه دي، هر مسلمان باید د الله (ج) نوم یاد وکړي، نو نوموړي رادیو بیا په ښه زور او لوړ آواز سره خپلي سندری ورته غږوي. د خپروني پاتې برخه د تماس نیولو لپاره بیله ده چې بیا د پیغام لوستلو، خبرو اترو، مجلس، ادب او شعر ویل ورکښي شامل دی. په عمومي ډول ځوان نسل ښاغلي او آغلي اوریدونکې زنګونه ورته وهې او رنګا رنګ شعرونه، پیغامونه او د میني قیصی ورته وايې او بیا یی یو او بل او نورو ته ډالي کوي. ای کاش چې دا شعرونه، قیصي د محترمو اوریدونکو خپل وي، په هر صورت سل ځله د نورو شعرونه، قیصی، ټوکي او نور د  ووایې فرق نلری که د هر چا وي، خو دریغي چې د سړیتوب شی ووایی او بل هر څوک په خپل ریښتنی نوم زنګ ورته ووهي او خپلو انډیوالانو ته کوم چې دده سره اړیکي لري، او همځولې یی وي، ډالي او وړاندي کړي.

غواړم د زنګ وهونکو خلکو او په ډالي یی لږ څه زیاتي خبري وکړم تر څو لوستونکو ته په ښه ډول روښانه شې چي دا خلک څوک او څه پلان لري.  اکثریت هغه ځوانان او پیغلي چې زنګ ورته وهي خپل هویت په ریښتینی ډول نه ورته وایی او په مستعار نوم راځي. نو کله چې خپل مستعار نوم په عجیب او غریب ډول ورته واخلي نو بیا ویاند تر پوښتی چې خپروني ته مو څه را وړي، نو زنګ وهونکی څلوریځه، غزل، ټوکه او یا کم څه ووایی، چې زیاتره د میني او یا هم د بل چا د تمسخر لپاره وي او بیا ددوهم ځل لپاره محترم ویاند ځني پوښتي چې چاته یی ډالي کوي؟ زنګ وهونکي په ځواب کې نومونه ورته اخلي چې ګلونو اوریدونکو، فلانی او فلاني، فلانۍ او فلانۍ ته د ډالي وي. د ډالي لپار زنګ وهونکي فلانی او فلانۍ څوک ښیی؟ فلاني داسي شریف خلک ښيی چې د کلي او منطقی مخور سپين ږیری خلک وي چې بیچاره ګان تر اوسه په تلیفون هم نه پوهیږی چې څنګه روښانه کیږي او څنګه خاموش کیږی. فلانۍ بیا داسي پاک لمني، مسلماني او شریفی پیغلي او ښځی ښيي چې انشاءالله تر اوسه به یي داسي کوم بد کار هم نه وکړي او نه به هم نیم په سلو کې دداسي مفسیدو او شیطاني خلکو او څیزونو سره اړیکه ولري.

خلاصه دا چې د فلانی څخه یی مطلب د یوه سپين ږیري او بوډا سپکول او په هغه تمسخر او لوبي کول دي، پداسي حال کې چې زنګ وهونکی  به یی د لمسي او یا هم د کړوسي په ځاي وي. د فلانۍ  څخه یی مطلب د هغه معصومی او پاک دامنه  پیغلي او ښځی سپکول او د خلکو تر نظر بد راوستل دي او یا خو هم ددی لپاره د هغه پیغلی یا ښځي نوم اخلی تر څو خلک په جنجال او فتنه کې سره ګډ کړي. همدارنګه بعضي نجوني هم شته چې زنګونه ورته وهي چې په اغلب ګمان داسي فکر کیږی چې دا نجوني د پټو استخباراتي کړیو تر تاثیر لاندي کار کوي او غواړي ددوي په ذریعه نور بي لاري او یا هم ددوي تقلید وکړي. دا خو په ځاي پریږده، داسي هم دي چې یو ځوان زنګ ورته ووهی او وایی چې فلاني، فلانۍ ته د ډالي ووي، او په آخر کي خپله شماره تکراروي او وایی چې دا شماره د فلاني یا فلانۍ واخلي او زنګ د راته ووهي، او یا وایی چې هرڅوک کولای شي چې ماته زنګ ووهي. نو اوس تاسي فکر وکړي چې دا په ښکاره فحشا خپرول او د ځوان نسل د بی لاري وسیله نده؟ آیا دا راډیو د خلکو د ګټي لپاره ده او که د ددوی د اولادو د بي لاری کولو لپاره؟ آیا په ریښتیا هم دا

مطبوعاتو د آزادي یوه برخه ده؟  

اوس به راشو په اقتصادي توانونو په یی یو څو خبری وکړو. که فرض کړو چې هره ورځ نومړي راډیو ته سل تنه اوریدونکی تلیفونونه وکړي، نو که هر اوریدونکي کم تر کمه یوه دقیقه خبری وکړي نو یوه دقیقه په دري افغاني ده چې جمله دري سوه افغاني کیږی. که په اوسط ډول هر زنګ وهونکی دری دقیقي خبري وکړي نو جمله پیسی چې په تلیفونی زنګونو لګول کیږی څه کم زر افغاني کیږي. دا هم په اوسط ډول، او زه مطمئین یم چې دو ځله به له دي څخه زیات وي. پداسی حال کې چي د هیواد او منطقي هر برخه او هر وګړي یی زخمي زخمی، شهید شهید، بی اوزګاره، بی کسبه، بی کوره او په غمونو کي ډوب ده.

بل مهیم شي چې تر اوسه  زیاتره هیوادوال يي په ارزښت نه پوهیږي او نه تری ګټه اخلي، هغه هم د وخت بي ځايه لګول دي. د وخت بي ځایه لګول، نه تنها چې د ځان، کورنۍ، جامعي او هیواد په تاوان دي، بلکي د الله (ج) په نزد به هغه کس هم مسؤل وي. انسان ته د وخت قدر نه وي معلوم ددې وجې دا قيمتي وخت په عبثو او فضولو کارونو کې تيروي او د الله تعالی عبادت ته توجه نه کوي بلکه دغه شان په غفلت کې ورځې او شپې تيروي. خو دا فاني عمر د هيچا سره وفا نه کوي بلکې په دې غافله انسان به يو ورځ داسې هم راشي چه د مرګ مقامات او علامات به وويني نو په دغه وخت کې به بيا ده ته الله تعالی او آخرت ور په زړه شي، او په دغه وخت کې بيا په خپل تير شوی ژوند باندې افسوس کوي چې کاشکي ما پخپل ژوند کې ځان سره د نيکو اعمالو څه ذخيره جمع کړي وه. خو په هغه وخت کې بيا دا خيالونه کومه ګټه نه لري او د خپلو تیرو کړو بدله به ورکوي.

ګرانه وروره او خوري!

که دا وخت د الله ج په لار کي مصرف شي، هم به د د ځان او کورنۍ په ګټه وي او هم به الله ج در ځني خوشحاله وی. رسول الله (ص) فرمایی: (هغه ګرد او غبار چې د الله ج په لاره کي په وجود لویږی، نه تنها چې د جهنم اور پری حرام دي بلکي د هغه دود هم پري حرام دي). د وخت قدر او ددی اهميت دومره مهیمه موضوع ده، که په دې باندې په کلو کلو ليکنې وشي نو د وخت قدر به پوره بيان نشي. د وخت قدر چې هر چا وپيژندلو نو هغه د دنيا او آخرت کاميابۍ تر لاسه کړه او همیشه به سرلوړی او بریالی وي. وخت ستا د آخرت ثبت شوي اسناد دي، وخت ستا د خلاصون وسيله ده، خت پيژندل ستا راتلونکی تضمینوی، او وخت تا او ستا د دنيا نه عبارت دی. تر کومه به ستا په عقل او پوهه د غفلت او ناپوهۍ پرده غړیدلي وي. وخت داسي در باندي تیریږي چې صبا وي او بيګا شی درباندي، ورځ لاړه شي شپه راشي، پسرلی وي مني شي، راحت وي زحمت شي، غربت وي مالداره شي، ماشومتوب وی او ځوان شي، ځواني وي  او بوډاتوب راشي. مطلب بي د الله ج د پادشاهي دا هر څه بدليږي اوهرومرو  بدلیدونکي دي،  لوی لوی بدلونونه او انقلابونه ځي راځي، خو د افسوس ځای دی په تا کې هيڅ بدلون نه راځي ستا په عقل او پوهه کې هيڅ ډول انقلاب نه راځي، ستا په فکر کې، ستا په جذباتو کې، ستا په احساساتو کې او ستا په خيالاتو او نفساني خواهشاتو کې هیڅ تغییر رانغي او همداسی د غفلت په خوب ویده یي لکه چې وي، ورځ تر بله ستا حال له بد نه بدتره کیږی او د نورو د لوبو آله ګرځی.

پکار خو داوه چې دا دومره انقلابونو ستا د ذهن او فکر اړخ بدل کړی وای، خو داسې معلوميږي چې تر اوسه پورې ستا د عقل او فکر په تله کې د الله تعالی په موجود نظام هيڅ فکر او سوچ نه دی کړی، دا بی ستنو آسمان، دا غټ غټ غرونه، دا روان سيندونه، دا د شپو، ورځو او فصلونو بدليدل، وچکالي، لندبل او نور په موجوده نظام کې غټ غټ تغییرات،   ولی په تا کې فکر او سوچ نه پيدا کوي، چې دا د څه لپاره دی او ته د څه د پاره پيدا شوی يي؟ دا هم په ځاي پریږده، خپل زخمي او ټوټه ټوټه وطن هم کومه ورځ به سوچ کې نه درځی؟ آیا هغه شهید زلمي، هغه ځواني کونډي، هغه بوري میندي، هغه ورورمړي پیغلي، هغه بی موره او بی پلاره ماشومان چې مور یی د نن او صبا په نامه دلاسه کوي چې پلار جان مو راځی بس کړي تاسي مه ژاړي، هم په فکر کي نه درځی؟ د حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی دوه نعمتونه داسې دی چه ډير خلک (د هغه د غلط استعمال د وجې) زيانمن دي. يو صحت او بل اوزګارتيا (فراغت) دی. همدارنګه به د قيامت په ورځ د پنځو څيزونو پوښتنه در نه کیږی. د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې نبې صلی الله عليه وسلم فرمايلي: بنده تر هغه پورې قدم نشي پورته کولای څو پورې چې د ده نه د پنځو شيانو پوښتنه و نشي. (۱) د عمر پوښتنه ترې کيږي چه په څه کې دې تير کړی. (۲) د ځوانی تپوس ترې کيږي چه په څه کې تيره کړی ده. (۳ ) د مال پوښتنه ورنه کيږي چه په څه ډول دې پيدا کړی وو. (۴ ) او په څه کې دی خرڅ کړی وو. (۵) او د علم پوښتنه ورنه کيږي چه په څومره علم دې عمل کړی وو.

د راډیو چلونکو ته:

د هغه ځایه چې د اسلام مقدس دین اطاعت د دواړو جهانونو د کامیابی لار ده، نو ځکه خپل پیروان خدای پرستی، توحید، نیک اخلاقو، ښو کړوړو او د نور لور ته را بولي. همدارنګه اسلام په دي ټینګار کوي چې د شرک، قبایحو، بدو اخلاقو او اجتماعي مفاسدو څخه، که هغه غواړی او یا نه غواړي د جامعي د بدبختي سبب کیږي ځان وژوغوري او دا یی ناروا بللي. هغه برنامي چې په هغه کی شرک، موسیقی، د نر او ښځو عشقی خبری اتری، بی حیایی، بی عفتی، تمسخر، او نور هغه څیزونه چې د اسلامی اخلاقو او اصولو منافی او ضد وي، اسلام یی په کلکه مخالف او په صورت قطعی حرام کړي. ډیر د تعجب ځاي ده چې خلک وایی مونږ په الله ج ایمان لرو ولي د شیطان څخه پیروي کوي، ټول غواړي چې جنت ته لاړ شي، اما د الله ج په ایاتونو عقیده نلري او نه یی په باره کي کوم فکر کوي.

نو که تاسی د خپلی رادیو خپروني بدلی او په ځای یی سم او مناسب نشرات لکه اسلامی معلومات، د اسلامی علماوو مباحثی، لکچرونه او وعظ، کلتوری، تکنالوژیکی، ساینسی او نور اړین معلومات اوریدونکو ته وړاندي کړي دا به انشاءالله نه تنها ستاسو د دنیا او خرت د کامیابی سبب وګرځی بلکي دا قسم خپرونی کولاي شی چې په ځوان نسل کې تغییر او بدلون را منځه ته کړي، او هیواد د پرمختګ، آزاد او ښه والي لورته بوزی او شته ټولو ناخوالو ته د پای ټکي کیږدي.

پس پکار ده چې خپل کړه وړه، راکړه ورکړه او اخلاق د اسلام د مقدس دین د حکم او ارشاداتو مطابق برابر او استعمال کړو، کنه  دا هم باید په یاد ولرو چې  الله تعالی (ج) هيڅ کله د يو نفس نيټه مخکي او وروسته نه کوي. چې کله يې وخت راشي هغه به کیږی او الله تعالی (ج) چه څه کوي په هغه ښه عالم دي. په اخر کې د الله ج مونږ ته په نیکیو توفیق او له بدو کارو څخه چې هغه د زمونږ د ځان، کورني، جامعي او او اسلام امت په زیان دي وساتی. آمین

پوهنیار ذکریا شنیزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x