کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / حيدر العبادي: د موصل په آزادولو کې ترکې ته اړ نه یو
عراقي صدر اعظم حیدر العبادي

حيدر العبادي: د موصل په آزادولو کې ترکې ته اړ نه یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د عراق لومړي وزير يو ځل بيا تکرار کړه چې عراق د ترکیې مرستو ته اړ ندی او باید خپل ځواکونه ژر تر ژره د عراق له خاورې وباسي.

العبادي تیره ورځ په یوه کنفرانس کې وویل چې «په هېڅ صورت به د موصل په ازادولو کې ترکي سرتېرو ته اجازه ورنه کړل شي»

د عراق پوځ د موصل پر ښار د امریکایانو په همکارۍ درنې بمبارۍ پیل کړي او خلکو ته یې د هوا له لاري په شیندل شویو خبرپاڼو کې ویلي چې له کورونو ونه وځي، او د داعش له مرکزونو لرې واوسي.

نوموړی وایی په عراق کې د ترکي ځواکونو ستر نظامي مرکز «بعشيقه» ته هیڅ اړتیا نشته او په وینا یې ، چې موصل به له داعش وسله والو عراقي ځواکونه ازادوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم عراقي حکومت په خپله خاوره کې د ترکي ځواکونو شتون د ځمكنۍ بشپړتيا خلاف عمل بللى او د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه يې کړې ده.

خو د ترکې خبري اژانس اناضول د دې هیواد دچارواکو له خولې خبر ورکړی چې ترکیه په عراق کې د اشغال لپاره نده راغلې او موخه یې د داعشي ملیشو ځپل دي.

فرهاد کابلی


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ