افغانستان

امريکا تر ټولو لویه ترهګره ده! محمدهمایون‌همایون، د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رئیس

محمدهمایون‌همایون، د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رئیس
د طلوع‌ نیوز تلویزیون په «تودې خبرې» خپرونه کې، چې د شاپور بختیار په کوربنۍ پرمخ وړل کېږي، نن د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رئیس، محمد همایون همایون وویل، چې تر امریکا تر ټولو لویه ترهګره ده. ښاغلي همایون په بحث کې له امریکا سره د تړون پلوی فضل‌الرحمن اوریا او عباس نویان وپوښتل، چې هغوی چې په ټوپک خلک وژني، ترهګر دي او هغه چې په بي۵۲ډوله الوتکو خلک وژني، هغه تروریستان نه دي؟!
ښاغلي همایون له امريکا سره د لانجمن امنيتي تړون په تړاو وویل، «موږ به شل کاله نور هم ډيزلي برق به ولرو، څو سړکان به مو وي؛ خو نه به اسلام وي، نه پښتو او نه هم تاریخ!».
په بحث کې د ولسي جرګې بل غړي، ښاغلي عبدالرحیم ایوبي وویل، چې امریکا وايي، په افغانستان کې يې په زرګونه طالبان وژلي. ښاغلي ایوبي وویل، چې

دا طالبان د افغانستان خلک دي. ده و ويل چې امریکا ملکي خلک وژلي دي.
د بحث په پای کې ښاغلي همایون د وروستۍ خبرې په توګه وویل، چې «زه د یوه افغان په توګه دې تړون ته مثبته رایه نه ورکوم!».
د یادونې وړ ده، چې په بحث کې د عبدالله‌عبدالله د ایتلاف فضل الرحمن اوریا او د حق و عدالت د ګوند غړی عباس نویان وو، چې له امریکا سره د امنیتي تړون ټینګ پلویان وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x