نظــر

طلوع که د امريکي سفارت غږ!!!

 د ژورناليږم د مهمو او اساسي اصولو څخه يو هم بې پرې والی دی ، داسې نه ده ،چې رسنۍ دې په بشپړه توګه بې پرې وي ،خو تر هغې کچې ،چې مناسب او ليدونکو ته ځورونکې نه وي.  .

د طلوع ډېری خپرونې له ډېر پخوا راهیسې ګورم ، ځني ترکي سريالونه يې ،چې د دوی لاس نه ور رسي  بې پرې او په ليدو ارزي  خونورې تفريحي ، د موسيقۍ او  سياسي خپرونې او ورځني خبرونه يې دعامو ليدونکو لپاره د ځور او خوابدۍ لامل ګرځي .  

له هغه ورځې  ،چې ولسمشر د امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک ځنډولی ، د خبرونو مهم سرټکي يې دومره مغرضانه او له فساده (شرارت)  ډک وي ، چې له ورايه ترې د نفاق او تربګنۍ بوی راځي .

  زما نه په ياديږي ،چې طلوع دې کله هم د حکومت يا حامد کرزي ښه او د ډاکټر عبدالله او امريکا بده کړي وي ،نو سړي ته فکر پيدا شي ،چې په دا دومره کلونو کې حکومت هيڅ سم او امريکا او عبدالله هيڅ خراب کار نه دی کړي  ؟

زما یوه همکار ،چې پخوا يې د طلوع په خبري څانګه کې کار کاوه و يل ،چې د طلوع نيږدې ټول خبرونه د امريکا په سفارت کې چمتو کيږي او بيا طلوع ته ايميل کيږي ، ما نه منله خو دا څو ورځې ،چې د دوی خبرونه  ګورم  وام په سفارت کې څه چې اين په سپېنه ماڼۍ کې به جوړيږي  !  بله نښه يې دا ،چې هرلوړ پوړی امريکايې چارواکی چې راشي نو لومړی د همدغې سوړې سر را باسي  .

ولې طلوع د رسنيو د ميدان یکه تاز ده  ؟

طلوع له هغه پیله د امريکا په مرستو په پښو و دريده او ډېری خپرونې يې د امریکا د سفارت له لوري سپانسر کېدې او کيږي ، چې مهمه هغه يې د افغان ستوري خپرونه) ده  دا ،چې مهم او زو رور ملاتړی لري بېغه دې ګرځي وايي ( کی مربي داري مربا بخور) )
له طلوع تلويزيون څخه ډېری افغان چارواکي په ځانګړې توګه د کلتور وزارت چاروکي سخت په ډار کې دي ، نو ځکه هرڅه په خپله خوښه کوي ، داسې نه ده ،چې چارواکو زور نه دی پرې وهلی خو زور يې نه دی پرې رسېدلی لکه پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت ، چې هرڅه منډې يې وکړې هیڅ ځای يې و نه نيوه او اخیر يې دی دومره رسوا کړ ،چې مه کوه پوښتنه ، بل  د عمر زاخيلوال د شخصي اوکونټ برملا کېدل وو ،چې هیڅ حق يې نه درلود خو داسې څوک شته ،چې پوښتنه يې وکړي ؟ او په سلګونو داسې نورې خبرې !  
که رښتيا و وايو طلوع د ځينو سريالونو په دوبله کولو کې تر نورو هغو ډېر مهارت او برلاسی دی ، له تولسي او پرېنا نه را نيولې تر وادي ګرګها پورې ، ټولو ډارمو يې ليدونکي لرل او لري ،چې په همدې اساس يې داعلانونو مارکيټ هم منحصر کړی دی .

د طلوع کارپوهان

طلوع تلويزيون د خپل سبک ، فکراو پروژي له مخې  کارپوهان را غواړي او بيا یې هم را غواړي ، ترڅو د هغوی له لارې خپلې خبرې و کړي  ،چې ډېری يې دغه کسان دي : احمد بهزاد ، احمد سعيدي ، حفیظ منصور ، لطیف پدارم ، نورالحق علومي ، فهيم دشتي ، احمد ضيا رفعت ، فردين هاشمي ، داوود مراديان ، فوزيه کوفي ، سجادي ، سادتي ، جاويد کوهستاني ، ادریس رحيمي ، بلوچ زاده …………………………. فضل الرحمان اوريا ………..

د طلوع ناوړه اغيزې :

زما ماشومه لور ،چې ايله د دو نيمو کلونو به وي ، کله چې را سره ساتيري کوي نو ټولې خبرې په دري ژبه راته کوي ، هغه بله ورځ خو يې لا زما غوږ په لاس کې و نيوه او ويل يې (بچې ظالم بابه ي ته دوست نه داري !!! ) .
زموږ کورته څيرمه د ستاره افغان د يوه پخواني ګډونوال کور دی ، هره ورځ يې په کور د جنکيو دومره بيروبار وي ته وا اریشګاه ده ، دا خو څه کوې ،چې هغه بله ورځ يې یوې جنۍ پر کور د تيږو برید وکړ ټولې شيشي يې ورماتې کړي ، چې پولیس راغلل او جنۍ يې حوزي ته بوتله جنۍ عجيبې غریبي خبرې کړې وي ،چې زما سره يې د واده په پلمه……………….. ما ويل اوس ورته ټينګ شه !

د طلوع لمر :

زما يو ملګری ،چې يو مهال يې په لمر تلويزيون کې کار کاوه ، تر را ووتو وروسته يې  يو مطلب ولېکله  ( لمرد طلوع باطله دانی )  خبره يې پخه کړې،  تاسې وګورۍ په لمرکې نيږدې ټولې خپرونې  يا سريالونه  هغه دې ،چې لومړی په طلوع کې خپاره شوي
  د لمر يوه سیاسي خپرونه ،چې ډېرليدونکي يې  لرل (تودې خبرې) ده ، دې  خپرونې هم اوس خپل ارزښت له لاسه ورکړی ،ځکه چلونکی يې دومره افراط کوي ،چې  سړی فکر کوي د ډاکټر عبدالله کس دی ! نوموړي په دې ورځو کې د حکومت ضد خبرونو ته ځکه زور ور کړی ،چې د مشرانو څخه په کريډټ اخيستلو بریالی شوی او هغه هم په طلوع کې د انتخاباتو خپرونې وياندويې ده ، نو ضرور به کوښښ کوي ،چې د هرچا په خوله کې ور و لويږي !

 بله خپرونه ،چې يو څه ليدونکي لري د کريکټ خپرونه ده ، دې خپرونې ته يې داسې وياند ټاکلی ،چې خپله روانې او عادي  خبرې نه شي کولی ، د کریکټ کمنټري خوبيا ډېره سخته او پېچلې خبره ده  !  دا جناب په کمنټرۍ کې  داسې کړتي کوي ،چې د سړي له کريکټه زړه ور تور کړي . داسې نه ده ،چې بل څوک نشته خو قصدآ يې دا ورته کېنولی ! پوهيږم ،چې پوهیږې .

د طلوع راتلوونکې :

که طلوع همداسې  په خپل سر روان وي  او دولت يې په وړاندې قانوني او مناسب ګامونه پورته نه کړي نوهغه ورځ لرې نه ده ،چې د حکومت تخت به هم ولړز وي او دومره به يې  ولړزوي ،چې بيا به په خپل ځای و نه دريږي ! او هغه وخت به اوبه له ورخه تېرې وي، زه وام  له طلوع خيلو سره دې د هرڅه په اړه حساب وشي ، که اصلاح نه شول پوه خو به شي  ،چې شته ځني خلک ،چې د دوی په شومو ارادو او موخو پوهيږي او د تاريخ په محکمه کې به يې لاس تړلي و دروي .

عبدالله عمراني 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x