
چين فضا ته خپله فضایی بیړۍ په کامیابۍ سره وتوغوله
نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د چین شينهوا اژانس خبر ور کړی چې دغه بيړۍ د چين د شمال لويديځ « ایزوتسو» د فضائي سټيشن څخه د «چانچن» توغندي په مرسته توغول شوې ده.
په دې بیړۍ کې دوه فضانوردان ختلي دي.
چې ویل کیږي په ټاکلي وخت مدار ته رسيدلي دي.
د دې فضانوردانو اصلي دنده د فضائي لابراتوار «تیانگون 2» ترانسپوريشن دي