نظــر

په فساد کې اتلولي

د شفافیت یا روڼوالي نړیوال سازمان (Transparency International) پرون د ډیسمبر په دریمه نیټه د نړۍ په ۱۷۷ هیوادونو کې د فساد په اړه د ۲۰۱۳ میلادی کال کلنۍ شمیرې خپرې کړې. دغه شمیرې د یو راپور په ترڅ کې نشر شوی، چې په عامه ادارو کې د فساد په اړه د خلکو او متخصصینو د نظریاتو او د اړوندو هیوادونو څخه د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی.

د راپور د شمیرو پر اساس افغانستان د صومال او شمالي کوریا ترڅنګ د نړۍ د مفسدو هیوادو په لړ کې لومړئ مقام ګټلئ – البته د افغانستان څخه یې هدف اوسنئ په واک کې حکومت دئ.

په هغه مطبوعاتي اعلامیه کې چې د نوموړي سازمان لخوا خپره شوې راغلي چې: “د ۲۰۱۳ کال د موندنو پر اساس ډنمارک او نیوزیلاند د روڼوالي د ۱۰۰ نمبرو څخه ۹۱ نمبرې ترلاسه کړي خو افغانستان، صومال او شمالي کوریا یواځې د ۸ نمبرو په ترلاسه کولو سره د نړی د سږکال تر ټولو مفسد هیوادونه دي.”

د دغه راپور لپاره د فساد تعریف “د واک څخه د شخصي ګټو لپاره استفاده کول” دي.

که د روڼوالي نړیوال سازمان لخوا د فساد پورتني تعریف او بیا د راپور موندنو ته ځیر شو نو دا په ډاګه کوي چې د اوسني ګوډاګي رژیم چاوراکي او منسوبین له یوې مخې د خپل واک او منصبونو څخه یواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده کوي اود افغانستان لوړو ګټو ته ژمن ندي.

دا چې کرزي پدې وروستیو کې امریکا ته د دائمي پوځي اډو د ورکولو لپاره جعلي لویه جرګه راغوښتې وه او په جرګه کې همدغه مفسدین سره راټول شوي وو چې په پایله کې یې امریکا ته د افغانستان په خاوره د دائمي اډو جوړولو موافقه ورکړه. دوی دعوه کوي چې امریکایانو ته پوځي اډې ورکول د افغانستان په خیر دی نو ځکه له هغوی سره دغه تړون باید ژرترژره لاسلیک شي.

خو د افغانستان ولس دغه فاسد رژیم او فاسد چارواکي تر هر چا ښه پیژني. افغانان پدې پوه دي چې د دوی هره پریکړه د دوئ د شخصي موخو او ګټو لپاره وي او همدا ده چې د افغانستان ولس هرهغه تړون ردوي چې د نیواکګرو او د هغوی د مفسدو لاسپوڅو تر منځ لاسلیک کیږي.

دا دئ یوځل بیا د روڼوالي د نړیوال سازمان دغه راپور د موثقو ارقامو په وړاندې کولو سره تاییدوي چې اوسنئ رژیم او ورسره تړلي افراد د نړئ پر سر تر ټولو فاسد جوړښت دی چې د افغانستان د ګټو پر خلاف یواځې د خپلو ګټو لپاره کار کوي.

تردې وړاندې د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۱۳ کال په فبروری په میاشت کې د فساد په اړه یوه سروې خپره کړې وه. د دغې سروې د پایلو پر اساس دولت په تیر یوه کال (۲۰۱۲) کې د افغانانو څخه د عامه خدمتونو د ترلاسه کولو پر مهال شاوخوا څلور میلیارده ډالره رشوت اخیستئ وو. په دې ډول په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د رشوت په توګه کارول شوو پیسو کلنۍ اندازه د هیواد د کورنیو عوایدو دوه برابره وه.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم دغه فاسد رژیم د روڼوالي د نړیوال سازمان د راپور پر اساس  په فساد کې لومړۍ مقال ګټلی وو.

لیکوال: عمر محتسب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x