
بندي پوليس : جبار قهرمان بايد له هلمنده وتښتي
نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل):کابو يوه اوونۍ وړاندي د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د طالبانو له لوري د ستر پوځي قطار د محاصرې په مهال نژدې ۱۲۵ امنيتي سرتيري طالبانو ته تسليم شول ، طالبانو د يادو تسليم شويو سرتيرو ويډيو رسنيزه او خپره کړه.
د تسليم شويو سرتيرو له جملې يو تن پوليس (محمد داؤد د مير محمد خان اکا زوی ) چې د باباجي د سيمي اوسېدونکی دی وايي : جبار قهرمان ته مي پېغام دا دی چې له دې ځای نه وتښتي ځکه دا خلګ مسلمانان دي او دا ځای د جګړې نه دی.
تسليم شوی سرتيری وايي قهرمان دي نور په (درواغجنو) خبرو د پرديو زامن د جګړې ډګر ته نه رابولي.
محمد داؤد چې د باباجي د حوزې عسکر دی زياتوي: موږ د حوزې امير اغاولي د جنګ په ډګر کې تنها پرېښودو او نوموړی په ټانګونو کې له سيمي ووت.
داؤد چې د دولت له بې وفايي سرټکوي وايي: ما په جګړه کې له طالبانو سره هيڅ خارجي جنګيالی ونه ليدی او نه مي هم له تسليمۍ وروسته د طالبانو په ليکو کې له خپلو افغانانو پرته بل داسي څوک تر سترګو شوی چې د بهرني هيواد دي وي.
تسليم شوي سرتيري وايي د تسلمېدو په مهال طالبانو مبارکۍ را کولې او ويل يې تاسو به خپلو کورونو ته په پوره ډاډ رسوو.
د يادوني ده چې د ولسي جرګې غړي هاشم الکوزي هم په هلمند کې د قهرمان ويناوي تشي او بې فايدې خبري بللي.
هاشم الکوزی وايي موږ د قهرمان او نورو چارواکو خبري واورېدې او انتظار مو وکړ تر څو خپلي خبري عملي کړي خو دوی د طالبانو په مقابل کې ناتوانه او کمزوري شول.