کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / اجرائیه رئیس د سعودي ولي عهد سره لیدلي
abdullah-in-ksa-1

اجرائیه رئیس د سعودي ولي عهد سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چې تېره شپه سعودي ته ورسید، د سعودي ولي عهد محمد بن نایف بن عبدالعزیز سره یې لیدلي.

محمد بن نایف په یوه وخت د سعودي ولي عهد، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر دی.

د سعودي رسنیو له لوري په نشر شوي خبر کې ویل شوي چې دواړو لورو د خپل منځي اړیکو د لا پیاوړتیا پر موضوع بحث سره وکړ.

په خبر کې ویل شوي چې دواړو لورو پر دې باندي هم بحث وکړ چې څرنګه باید په سیمه کې د تروریزم پر خلاف جګړه وشي، په سیمه کې پر روانو حالاتو او د هغوی په وړاندي د دواړو هیوادونو موقف باید څه وي.

د غونډي په پای کې د سعودي ولي عهد اجرائیه رئیس او ورسره پلاوي ته ډوډۍ کړې.

abdullah-in-ksa-2 abdullah-in-ksa-3

باید وویل شي چې تېره شپه داسي خبرونه خپاره شول چې ګواکي د ډاکټر عبدالله الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله یو ځل بیرته په کابل ناسته کړې، په دې اړه نور معلومات تر لاسه نه شوه خو د اجرائیه رئیس داسي انځورونه خپاره شوه لکه دوهم ځلي سفر چې نوموړي په عادي مسافر وړونکي الوتکه کې کړی وي.

abdullah-in-airplane-to-ksa

د نوموړي پر سفر باندي هغو افغانانو چې له ډیري مودې راهیسي په سعودي عربستان کې د پاسپورټ د ستونزو له امله بند پاته دي، خپل امیدونه تړلي. ځکه چې د سفر تر مخه د نوموړي ویاند جاوید فیصل رسنیو ته ویلي وه چې ډاکټر عبدالله به په دغه سفر کې د پاسپورټ ستونزه لرونکو افغانانو لپاره د حل لاره لټوي.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ