لنډه کیسه: زه په خارج كې واده كومه

afghan_woman_to_newyorkليكوال : محمد هارون فيضي .

چهارشنبه   ۱۳۹۰-۳-۲۵    كابل

فرشته د خپل اكا كورته راغلې وه ،او د اكا لور نوريې  ته چې، د څاه پر غاړه يې لوښي مينځلې ،مخامخ ناسته وه او د ګاونډي د لور، او زوم په اړه ،چې تېره شپه يې واده و،خبري كولې.

فرشتې له نورېې وپوښتل.

(( ته د څنګه يو ځوان سره واده كوې؟))

نورېې ژرځواب وركړ. (( زه په خارج كې واده كومه. ))

فرشته ((په خارج كې؟))

نوريه ((هو ))

فرشته ((ولي ؟))

نوريه ((خارج ښه ځاي دي او وايي چې د ښځو ډېر قدروي، دلته نو څه دي ؟))

فرشته ((نه دلته هم خلګ، د خپلو مېرمنو سره ښه ګذاره كوي، خو ځيني خلګ سته چې ….))

نوريه ((بس دغه نو، ټول دغسي دي، خپلي مېرمنې وهي ټكوي )).

فرشته : (( بس كه  پرېږده! كه خداي د يوې انجلۍ ژوند ښه كړى وي، نو دلته يې هم ښه كوي.))

نوريه : ((وايي ، په خارج كې ښځي خپله بازار ته ځي ،كاركوي  اوسودا هم په خپله راوړي ، ښه ښه ځايونه سته مېلو ته ځي ،ډيري پيسې سته، دلته نو څه شي سته ؟)).

فرشته (( آيا د افغانو انجونو لپاره دلته په يوه اسلامي ټولنه او په پرده كې ژوند كول ښه ندي؟))

نوريه : (( بس كړه دا  زړې خبري پرېږده، كله چې ستا د ماما مېرمن له كاناډا څخه راغلې وه، څنګه ټولو يې خوښ آمد كاوه ،او ټولې ښځې لكه مينځې ورته دېخوا ها خوا كېدلې، چې يو څه به راكړي ، نو زه هم غواړم، چې د هغې په شان ژوند وكړم )).

فرشته :((هغه خو هم د خپل ژوند څخه، خوشحاله نه ښكارېده، ويل يې چې مېړه يي، په مياشتو مياشتو كور ته نه راځي او په كار اخته وي او ځيني داسي نوري خبري يې هم وكړي، خو زه فكر نه كوم،  چې يو افغان دې د خپلي مېرمني په حق كې داسي….))

نوريه ((او.. هو ، زه پوهيږم چې د خپل مېړه سره څنګه ژوند وكړم او څنګه يې خپل كړم))

فرشته چې كله كورته راغله نو لږ څه غمجنه ښكارېده، او له ځانه سره يې ويل (( كه نوريه په خارج كې واده سي او ولاړه سي نو زه به يوازې سمه او نه پوهيږم ،چې زما په قسمت كې به څه ليكل سوي وي ))

فرشتې  چې  څلورويشت  كاله عمر درلود ،څو ځله يې كورته مركې راغلي وې، خو د دې تر ليدو وروسته، بېله دې چې څه ووايي، بيرته به ولاړې، فرشته په ځان پوهېده ،چې دا بدرنګه ده او مركې نه پسې راځي، له دې كبله ډېره ځورېدله، ځكه د دې نوري همزولي مخكي لا واده سوي وې، او يوازي نوريه چې تر دې درې كاله كشره ده پاتې وه  اوښايسته هم وه  .

د قسمت خبري دې ، د نوريې  د پلار د اكا لور ګل غوټي،  چې ديرش كاله پخوا، دخپلي كورنۍ سره ، امريكا ته تللې وه، كندهار ته د خپل مشر زوي، چې عمر يې د پنځوسو كالو، اوښتي و او د لومړي مېرمن څخه هم جلا سوى وو، په مركه راغلې وه .

د خپلوي له مخي ګل غوټۍ د نوريې  دوي  كور ته ورغله،نوريه چې د موضوع څخه خبره سوه ، خپل ځان يې ورته جوړ كړ، او خپل نوي كالي يې هم اغوستي و او د ګل غوټي مخې ته راغله، ګل غوټي چې انجلي وليده، د مركې په فكر كې سوه ، اوكله چې يې د هغې عمر ته وكتل په فكر كې سوه چې شايد يې ورنكړي،خو د هغوي اقتصادي وضعي ته يې چې پام سو ،نو دا يې د هغوي د ضعف ټكي وباله او لږ څه اميد يې پيدا سو، ګل غوټۍ نوريې ته وويل

(( ستا امريكا خوښه ده كه كندهار؟ ))

نوريې داسي خبري او موقع د خداي څخه غوښتل او وې ويل،

(( امريكا مې خوښه ده ))

ګل غوټۍ ((موږ په امريكا كې خپل كور لرو، موټر هم لرو،  او د رخصتيو په ورځو كې، پاركو ته ځو او مېلې كوو،  تاسو دلته مېلو ته ځۍ؟ ))

(( نه دلته د مېلو ځايونه ډېر نسته، ښځي د كور څخه نه وځي  بيا  خلګ پرې، بد وايي او بل چاودني هم خلګ بېرولي دي،))

ګل غوټۍ(( په امريكا كې هيڅوك په چا كار نلري، د ښځو  ډېر قدر دي د نارينو په شان .))

نوريه(( دلته خو ښځي ټوله ورځ په كوروكې ناستي وي، هيڅ ځاي نه ځي))

ګل غوټۍ(( زما سره امريكا ته ځي ؟

(( نوريه : آ . ام  ولاكه … او  ځمه .. خو پلار مې ……

(( زه به دې د خپل مشر زوي لپاره د پلاره څخه وغواړم  مركه به ورته وكړم ))

نوريه  شرمېد له  پوړني يې په غاښو كې ونيو په خندا له خوني ووته .

ګل غوټي د نوريې پلار ته شپږ زره ډالره  ورومنل  او د نوريې شيريني يې ځيني واخيسته، وويل چې څو مياشتي وروسته راځي واده كوي، او ناوې له ځانه سره امريكا ته بيايي .

فرشتې چې د خپلي اكا لور، ارمان د پوره كېدو، په حال كې وليد، ډېره خوشحاله وه او نوريې ته يې وويل (( مبارك دې سه د خارج ارمان دې درلودي، هغه دي پوره سو،))

نوريه (( زه خو جوړه سوې د خارج لپاره يمه ،اوس به په خارج كې مېلې وكړم،ډېري پيسې به ولرم ، دخپل مېړه او ماشومانو سره به ښه ژوند ولرم، او خوشحاله ژوند بۀ تيركړم، آه خدايه چې څومره مې د خارج ارمان درلودې، آخر مې په نصيب سو))

فرشته چې ظاهرا خوشحاله معلومېده ،خو په زړه كې ،غمجنه وه چې د دې بخت ولي بند دي .

نوريه (( چې زه هلته ولاړه سمه نو تاته به هم يو څوك در پيدا كړم))

د فرشتې په سترګو كې اوښكې ډنډي سوې ، له خوني ووته له ځانه سره يې وويل ((( كاش چې ما دومره طالع درلودلي))

د نوريې واده وسو، څو مياشتي وروسته يې امريكا ته بوتله، ، د فرشتې بخت هم خداي ور خلاص كړ په يوه غريبه كورنۍ كې واده سوه.

اوه كاله تير سول .

يوه ورځ، د فرشتې كوچني ورور، د فرشتې كور ته ورغي او ورته يې وويل (( نوريه راغلې ده ، اوس زموږ په كور كې ده، زه يې په تا پسې راولېږلم.))

فرشتې د دې خبري په اورېدو سره ،ډېره خوشحاله سوه او د وارخطايي څخه يې، دېخوا هاخوا منډه كړه او خپل كالي يې راټول كړل او د خپلي خواښي څخه يې د موركورته د تګ په خاطر اجازه واخيسته ، او ولاړه .

نوريه د فرشتې  په انتظار وه، چې كله به فرشته راځئ ،په همدې فكرونو كې ډوبه وه ،چې د دروازې ټك ټك سو، او د فرشتې كوچيني ورور ږغ كړه، ((هغه ده!. فرشته راغله ))

،نوريې ور منډه كړه، او فرشته يې په غېږ كې ونيوله او دواړه په ژړا شوې او يوه  بله  يې پر مخ مچولې ،تر ډېره پوري دواړو يوه  بله  په غېږ كې نيولې وې ،پدې وخت كې دوه كوچينيان ، چې ډېر ښكلي وه د فرشتې د لمني څخه يې لاسونه ټينګ كړي وو او ويلې  (( مو مو(مور)  اوغاني راكه شي رانيسو، مو )) د كوچينيانو د ږغ په اورېدو سره، نوريه هك پك سوه او په ځير ځير يې د كوچينيانو خوا ته وكتل او په ډير حيرانتيا سره يې پوښتنه  وكړه، (( دا څوك دي؟ د چا كوچينيان دي؟)) فرشتې  ،په خندا  وويل(( څوك دي زما زوي او لور ده ))

نوريه : ((ستا زوي او لور؟)) نورېې د دې خبري په اورېدو سره د سترګوڅخه يې  د اوښكو رودونه راوبهېدل او دواړه كوچينيان يې په غېږ كې ونيول، مچ يې  كړل او د خپلو اوښكو د پاكولو او درولو هڅه يې كوله ، فرشتې چې  د نورې دا حالت وليد، نو حيرانه سوه او ځيني يې وپوښتل

(( څه خبره ده ستا كوچينيان چيري دي؟ آه، زما خو هر څه هير سول نورې ستا څو كوچينان دي ؟ څو كوچينيان دې  دي؟ په خارج كې خو ډېر كوچنييان نه پيدا كوي ستا څو دي؟))

دې خبرو د نورې د سترګوڅخه  نوري اوښكي هم را توي كړې او په خونه ننوتله ،فرشته هم ورپسې ورغله او ځيني  يې وپوښتل

((  څه خبره ده  ولي ژاړي ؟ ))

نوريه : ((بس  همداسي ))

فرشته (( څنګه همداسي، اوه  كاله دې د واده وسول او تر اوسه كوچيني نلري، ولي ؟))

نوريه ((نه كومه خبره نده  په ..په …په  خارج كې خو خلګ كوچنييان ژر نه پيدا كوي))

خو په خارج كې اوه  كاله هم څو ك انتظار نكوي،بيا افغانان، ته ولي سمه خبره نه كوي؟))

نوريه ((  څه ووايم))

فرشته (( ګوره نورې  تا زما څخه د خپل زړه يو حال هم ندي پټ كړي نو اوس ولي څه نه راته وايي؟

نوريه : (( كوچيني مې نه كيږئ ))

فرشته : (( كوچيني دې نه كيږي!  ولي؟))

نوريه : (( نه پوهيږم))

فرشته ((ډاكټر ته ورغلې وې؟))

نوريه : ((هو ))

فرشته((څه يې وويل؟ ))

نوريه (( ويل يې چې هيڅ خبره نسته

فرشته ((څنګه خبره نسته، سم حال ووايه څه خبره ده))

نوريه ((څه وويم ډاكټرانو راته وويل چې په تا كې كوم عيب نسته))

فرشته ((څه؟ په تا كې كوم عيب نسته! پوه نسوم، نو په چا كې عيب سته))

نوريه (( زما په.. مې .. مېړه كې))

فرشته ((څه ! ستا په مېړه كې هغه څنګه ؟))

نوريه (( ډاكټرانو ويلي چې هغه د ډېر عمراو د زياتو شرابو د څښلو  له كبله پلار كېداي نسي))

فرشته ((الله خدايه! دا ته څه وايي! ))

نورې چې مخ دېواله ته اړولي و او خپلي اوښكي يې پاكولې وويل((

فرشتې، ما فكر كاوه چې ښه ژوند او خوشحالي ،خارج ته په  تګ پوري اړه لري، خو داسي نه وه، فرشتي ته اوس تر ما ډېره نيك بخته يې، ته د دنيا ټولي خوشحالي لرې .خو زه …..))

فرشته (( نه نوريې داسي مه واييه هر څه به سم سي.))

نوريه (( نه هيڅ به هم سم نسي ،هغه خوبونه چې ما د خارج په اړه ليدلي وو، هغه ټولي، د خاوري سره خاروي سوې،زما د خارج خوشحالي ټولي  په غم بدلي سوې ، ژوند مې خراب سو، زما د ژوند تر ټولو لوي ارمان به مې هيڅ كله پوره نسي،زه به هيڅ كله داسي كوچيني و نه وينم چې ما تر لمن ونيسي او را ته ووايي ،مو مو، اوغاني راكه، شي رانيسم.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.