افغانستان

کندهار: پنجوايي کې د امريکايي طیارو په برید کې د يوې کورنۍ ټول غړي شهیدان شول

afghanistan-destroyed-house2-316x248د کندهار ولایت وياند جاويد فیصل ژورنالیستانو ته وويل چې نن غرمه ۱۲:۱۵ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په هوايي بريد کې يوه کورنۍ په مکمله توګه له منځه تللې او ټول غړي يې شهیدان شوي دي. فیصل وايي په پيښه کې پلار، مور او ماشومان ټول شهیدان شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د مشورتي جرګې په دوران او له جرګې وروسته په کونړ، ننګرهار، بغلان او هلمند کې هم امريکايي عسکرو د ولسي خلکو پر کورو بمبارۍ کړي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې کيږي چې د افغان ولسمشر او امریکا تر منځ د امنيتي تړون په سر لا ناندرۍ او بې باورۍ روانې دي. ولسمشر ويلي چې تر څو امريکا دا تضمين ورنکړي چې د افغانانو پر کورونو به حملې نه کوي او افغانان به په خپلو کورونو کې نه وژني؛ تر هغې به دا سند لاسلیک نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x