
کابل : څلورمه حوزه کې چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): امنيتي چارواکي وايي نن سهار د کابل ښار څلورمي حوزې اړوند د تايمنيو پر سړک چاودنه شوې.
چاودنه په کرولا ډوله موټر کې د ځای په ځای شوي مقناطيسي ماين له امله را منځته شوې.
د چارواکو له قوله په پېښه کې يو تن ملکي وګړی ژوبل شوی.
د بريد هدف لا نه دی څرګند او نه يې هم تر دې دمه چا مسؤليت منلی.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي د بريد د پخلي تر څنګ ويلي چې له يو تن ملکي وګړي پرته بل هيچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.