کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / هند : روغتون کې اورلګېدني ۱۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
hind

هند : روغتون کې اورلګېدني ۱۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د هند د اوريسا ايالت په يوه روغتون کې د اور لګېدو له امله ۲۳ تنه وژل شوي او نژدې ۱۰۰ تنه نور ټپيان او سوځل شوي دي.

پېښه د بهوبانسوار ښار د (سم) په نوم يوه خصوصي روغتون کې را منځته شوې.

هندي پوليس وايي د (سم) روغتون لسګونه ناروغان ژغورل شوي او نورو رغتونونو ته وړل شوي.

د هندي پوليسو په وينا اور تېره ورځ ماښام مهال لګېدلی خو د اور وژنکي ټولۍ په مرسته له څه مودې وروسته کابو شوی.

ويل کيږي روغتون ته د اور کابو کېدو په موخه ۱۲۰ تنه اور وژنکو ځانونه رسولي.

د اور لګېدني لامل زياتره کسان برقي شارټي ښيي او زياتوي چې لومړی د روغتون په يو وارډ کې اور ولګېد.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي پر خپل ټوېټر پاڼه د خوږمنو له کورنيو سره غم شريکي ښودلي او زياتوي چې د ياد خبر په اورېدو سره مي ټکان وخوړ.

خيني ناروغانو د اور لګېدو په مهال هڅه کړې چې ځانونه له کړکيو واچوي خو پوليسو يې مخنيوی کړی.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ