کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / سهیل شاهین: په قطر کې د معصوم ستانکزي سره د مذاکراتو خبره حقیقت نه لري
سهیل شاهین، په قطر کې د طالبانو د دفتر مخته
سهیل شاهین، په قطر کې د طالبانو د دفتر مخته

سهیل شاهین: په قطر کې د معصوم ستانکزي سره د مذاکراتو خبره حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند «محمد سهیل شاهین» د ګارډین ورځپاڼي هغه راپور په کلکه رد کړ چې وايي د طالبانو د پخواني مشر ورور ملا عبدالمنان په مشري د طالبانو یوه پلاوي د معصوم ستانکزي سره په دوحه کې لیدلي دي.

نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل چې دا خبر هیڅ حقیقت نه لري.

باید وویل شي چې برتانوی ورځپاڼي ګارډین په خپل وروستی ګڼه کې خبر ورکړ چې طالبانو د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې دوه ځله د معصوم ستانکزي سره په دوحه کې ملاقات کړی او دواړه ځله د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر ورور ملا عبدالمنان حضور درلود.

په خبر کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ د مذاکراتو په دوران کې د امریکا یو جګپوړي دیپلومات هم حضور درلود.

ګارډین په ګډحکومت کې د خپلي یوې سرچيني په حواله ویلي وه چې په دې وروستیو کې معصوم ستانکزي اقلا یو ځل دوحې ته سفر کړی خو د اشرف غني ویاند او همداسي د سولي د شورا غړي اسماعیل قاسمیار د طالبانو سره د نوموړي د ملاقات په اړه ناخبري ښودلې.

کله چې نن ټکی اسیا د سهیل شاهین څخه د معصوم ستانکزي د سفر په اړه معلومات وغوښته، نوموړي وویل چې دی هیڅ معلومات نه په لري او نه هم دوی د نوموړي سره په ټیټه او یا لوړه کچه ملاقات کړی.

نوموړي د ګارډین ورځپاڼي خبر یوه سیاسي هڅه وبلله چې په وینا یې ډیر جهتونه له دغه خبر څخه استفاده کول غواړي.

باید وویل شي چې د طالبانو پخوانی دیپلوماټ او په قطر کې د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین د دغه ډلي د نوي مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده تر ټاکل کېدو وروسته دسیاسي دفتر ویاند په توګه وټاکل شو.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ