نړۍ

من موهن سنګ: پاکستان هيڅګله له هنده جګړه نشي ګټلای

 

MANMOHANSINGHد هند لومړی وزیر من موهن سنګ وايي چې پاکستان هيڅکله له هنده جنګ نشي ګټلای. . نوموړی وايي چې هند ته اوس څوک په کاږه نظر هم نشي کتلای، هند یو قوي او مضبوط هېواد دی او خپلې خاورې څخه په هر وخت کې دفاع کولای شي.
له یوې خوا که د پاکستان او هند له یوه بل سره د دوستۍ لاسونه ورکوي او غواړي چې ستونزې د د خبرو اترو له لارې حل و فصل کړي ، له بلې خوا هند تل په پاکستان پټکې کوي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له دې مخکې ویلي و چې د هند ستونزه د پاکستان او هند تر منځ څلورمه جګړه رامنځته کولای شي.
دده په ځواب کې د هند لومړي وزیر من موهن سنګ وویل چې پاکستان هيڅکله له هنده جنګ نشي ګټلای.
یاده دې وي چې هند او پاکستان تر منځ ۳ جګړې شوي او په دې وروستیو کې د کنټرول کرښې سره دواړو لوریو په یو بل ډزې کړي چې په ترڅ کې يې زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x