
ګلاب منګل د ننګرهار د والي او سلاکار وزير په توګه وټاکل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل):وروسته له هغه چې سليم خان کندوزي په ننګرهار کې د ولايت له دندي استعفاء وړاندي کړه د اشرف غني له فرمان سره سم محمد ګلاب منګل د ننګرهار د والي او په قومونو او قبايلو چاروکې د ولسمشر د سلاکار په توګه و ټاکل شو.
ويل کيږي نوموړی د سيمه يزو ارګانونو د ادارې په وړانديز او د اشرف غني په حکم پر پورتنيو دندو ګمارل شوی.
د ننګرهار ولايت د رسنيو د دفتر د ګلاب منګل د ټاکل کېدو د خبر تر څنګ د نوموړي ژوند ليک هم خپور کړی.
ګلاب منګل تر دې وړاندي د لغمان او هلمند ولايت لپاره هم د والي په توګه پاته شوی.
منګل د ننګرهار له والي کېدو وړاندي د سرحدونو او قبايلي چارو د وزير په توګه دنده تر سره کول .
د يادوني ده چې د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي د ده په وينا د شخصي ستونزو له امله استعفاء کړې وه.