کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / پکتيکا: د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت يو سربند جوړيږي
Paktika-1

پکتيکا: د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت يو سربند جوړيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل):د پکتيکا د مرکز ښرني په پلتو سيمه کې د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت يو سربند جوړيږي.

ياد سربند چې د ملي پيوستون د کليو او پراختياپروګرام له لاري رغول کيږي د ۸۰ زره جريبه ځمکي خړوبولو جوګه بلل شوی.

ويل کيږي ياد سربند ۳۰۰ متره اوږدوالۍ لري چې په نژدې راتلونکو دوه مياشتو کې به يې چاري بشپړي شي.

د پکتيکا والي الياس وحدت وايي : د پکتيکا ولايت ځمکه پراخه او اوبه ډيري دي خو د ځمکو د خوړوبولو لپاره اوبه ډېري لږ په کار اچول کيږي.

وحدت زياتوي د ځمکو د خړوبولو په موخه موږ بايد د نورو سربندونو جوړولو لپاره هم لاس په کار شو .



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ