کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبان : د مذاکراتو اړوند زموږ موقف نه دی تغير شوی
emarat

طالبان : د مذاکراتو اړوند زموږ موقف نه دی تغير شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د يوې اعلاميې په ترڅ کې د ګارډين ورځپاڼي هغه راپور رد کړی چې وايي په قطر هيواد کې د دوی استازو د کابل ادارې له ځينو کسانو سره ليده کاته کړي.

د طالبانو له لوري نن ټکي اسيا ته په رالېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې دوی نه له معصوم ستانګزي او نه هم د کابل ادارې له کوم بل چارواکي سره ليدلي.

دوی وايي د مذاکراتو اړوند زموږ پاليسي ډېره روښانه او د پخوا په څېر ده ، لا مو په پاليسۍ کې هيڅ تغير نه دی راغلی.

په قطر هيواد کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين نن ټکی اسيا ته وويل : د ګارډين ورځپاڼي راپور هيڅ حقيقت نه لري ، دا یوه سیاسي هڅه ده چې ډیر جهتونه له دغه خبري څخه استفاده کول غواړي.

د يادوني ده چې ګارډين ورځپاڼي د ځينو چارواکو په حواله داسي خبرونه خپاره کړي چې ګواکي لوړ پوړو دولتي چارواکو په قطر هيواد کې له طالبانو سره د سولي اړوند مذاکرات کړي.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ