کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / عام المنفعه تاسيسات
qalam

عام المنفعه تاسيسات

لیکوال: بصیر الحق عادل

لیکوال: بصیر الحق عادل

بصيرالحق عادل

يو ځای مې لوستي دي څوک چې پر خلکو ګران، هغه پر خدای ج ګران وي او هغه انسان خلکو ته ډېر ګران او نزدې وي چې ټولنې ته خير رسوي، ګټه رسوي، د خلکو، خاورې، ټولنې او خپل کلتور غم ورسره وي.

زموږ په هېواد کې چې اوس جګړه روانه ده، هره سيمه، هر کور او هره علاقه د جګړې شاهده ده، د باروتو لوګيو وهلې ده او د جنګ بدبخته څپې يو ځل لمس کړې ده.

خو يو بل لوی زيان يې هم پېښ کړی دی چې زموږ يو شمېر عامه ځايونه يا ويجاړ شول او يا اوس د ويجاړۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دې وروستيو کې د جګړو له امله يو شمېر عامه تاسيسات وران شول، پلونه ونړېدل، ښوونځي سوري سوري شول، مقدس ځايونه لکه مسجدونه او مدرسې مو د بدرنګې جګړې له امله په لوګيو تور شول او خلک له ويرې او اندېښنې نه شي ورتلی.

نن چې مې له يو ملګري سره خبرې کولې، راته وې ويل: «داسې اوازې دي چې يو شمېر وسله والو خبر ورکړی دی چې د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ ته د هلمند سيند پر ملا پروت پل نړوي او د ولسوالۍ اړيکې له مرکزي سيمو پرې کوي.»

دغې خبرې زيات اندېښمن کړم، خپه يې هم کړم، چې له يوې خوا خو زموږ ټولنه کې نا اعلان شوې جګړه روانه ده، هيڅ لوری يې نه مالومېږي، هغه د ښاغلي رحمت شاه سايل شعر چې:

په خپل وطن کې جنګ را په سر دی
هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

هو،

موږ هرې خواته وژل کېږو، موږ په يوه خوا کې خوندي نه يو.

تېره يوه اونۍ مو پر کورونو سخته جګړه وشوه، زموږ ډېر کوچنی کلی دی، خو زموږ له کوچني کلي چې ټول غريب خلک دي، (حتی داسې خلک هم پکې شته چې د ماښام ډوډوۍ نه لري) داسې وتښتېدل چې د هيچا لوری هم مالوم نه شو چې څوک چېرته ولاړ!!؟

داسې لکه يو سېلاب چې راشي او ټول له يوې مخې يوسي، ډېر مې په دې وژړل چې جګړه دومره بدرنګه او بدبخته پديده ده چې موږ او ګاونډيان، کليوال او مسجدوال له يو بل هيڅ خبر نه شولو، هر سړی په خپل سر لکه د محشر ورځ چې وي.

هر انسان په دې هڅه کې وو چې خپل ماشومان تر يو خوندي ځايه ورسوي، کورنيو اهلي حيواناتو لکه غوا، پسونو او وزو هم د بدرنګه جګړې د توپونو، مرميو د وحشتناکه اوازونو له امله نارې وهلې.

نو جګړې نه يوازې دا چې دا څو لسيزې زموږ د خلکو کورونه چې شخصي ملکيتونه يې دي ويجاړ کړل، کنډر کنډر يې کړل، بالکل عامه المنفعه ځايونه هم لولپه کړل، تر خاورو لاندې شول.

د هلمند په هغه ولسواليو کې چې اوس جګړه روانه ده ښوونځي او مدرسې پکې د جګړې پر سنګرونو بدل شوي دي، جنګ کې ټولې ښکېلې غاړې عامه ځايونو ته پام نه کوي او کولی يې هم نه شي ځکه دا دومره پرمختللې جګړه نه ده چې دوی دې له يو بل ځانونه خوندي کړي، نو که د خلکو کورونه وي، که ښوونځي وي، که مسجد وي او که بل ځای وي خو چې د مورچې لپاره ښه مناسب وي، سنګر ترې جوړ کړي او هغه خبره او قول تر پښو لاندې کړي چې: «عامه المنفعه ځايونه بايد خوندي شي.»

عام المنفعه ځايونه د دې هېواد، خلکو او ټولنې لپاره دي، که هر ډول خلک وي، که هر حکومت وي، که هر سياست وي، که هر نظام وي، د دوی په واک کې دي، دوی کار او ګټه ترې اخيستلی شي او هيڅوک، هيڅ قانون او هيڅ اصول ورسره دښمني نه شي کولی، نو بيا ولې د دغه ډول ځايونو د خونديتوب او ساتنې خيال نه ساتل کېږي!!!؟؟

هغه پوښتنه ده چې تاريخ يې د ځواب لټون کوي.

خدای ج دې دلته سوله راولي!!
۱۳۹۵ / ۷ / ۲۷
هلمند



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه  
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ