نظــر

اوریا مقبول جان: اتلان

ژباړن: محمد خوږیاڼی 

Orya Maqbool Jan lecture at FAST-Peshawarد مرکچي ذهن په دې نه رسېده چې په دې جدید او د پرمختګ دور کې به هم کوم قوم د دنیا څخه دومره بې رغبته وي. د علي رضي الله عنه ددې وینا په مصداق چې: ای دنیا ما تاته طلاق درکړ! هغو چې عمر يې په غرونه او صحراګانو کې تېر کړی وي، له دنیا خبر نه وي هغوی په حریت او آزادۍ فخر څه ته کوي؟ ده (مرکچي) د یوې طنزیه موسکا سره خبره مخکې بوتلله چې «ددغو خلکو علاج څنګه کیږي؟». ډیر وخت وروسته مې د اسامه بن لادن په اړه خبرې کولې. د پاکستان مشهور ديپلومات ایاز وزیر په ډیر تحمل او سړې سینې سره د سوالونو ځوابونه ورکول. نوموړی د ۱۱ ستمبر د پېښې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ ټولو مذاکراتو کې شریک و. دا هغه وخت و چې د پاکستان زیات شمېر پوهانو دا پروګاندې او ډنډورې جوړې کړې وې چې طالبان ضدي او بې عقله دي . که دوی اسامه بن لادن امریکا ته ورکړي نو له یوه عذابه بچ پاتې کیدلای شي، لیکن هلته هغوی (طالبانو) د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت مخې ته ایښي و چې چاته یو ځل امان ورکړل شي نو بیا يې ساتنه هم فرض ده او ددې سره سره د پښتون قوم رسم و رواج چې د میلمه ساتنه د کوربه ذمه واري او مسئولیت وي، د میلمه ساتنه ورته له ځانه ډیره مهمه وي. 

طالبانو امریکا ته وویل چې تاسو د اسامه بن لادن په خلاف موږ ته څه ثبوتونه راکړئ چې موږ پخپله هغه ته سزا ورکړو، په ډيره سختۍ سره هغوی یوه ويډیو ایاز وزیر ته ورکړه چې طالبانو ته يې ورکړي، ایاز وزیر ويډیو تر طالبانو ورسوله، له دې وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ بیا خبرې اترې پیل شوې. طالبانو امریکا ته وویل چې ددې ویډیو په اساس د امریکا کومه محکمه اسامه ته سزا ورکولای شي؟ امریکایان چپ او بې ځوابه پاتې شول، ډير انتظار وروسته يې وویل چې «نه»! طالبانو ورته وویل چې بیا له موږه څه ته د بې انصافۍ توقع کوئ؟

له دې وروسته پاکستاني چارواکي، علما، د افغاني چارو پوهان او نور خلک د طالبانو په پوهولو پسې ولګېدل، طالبانو وویل چې تاسو د درې اسلامي هېوادونو (سعودي عربستان، پاکستان او درېیم اسلامي هېواد) علما راوغواړئ. سعودي عربستان له دې امله چې اسامه سعودۍ دی، پاکستان زموږ دوست هېواد دی او درېیم هېواد ستاسو په خوښه. که چېرې علما ددې پریکړه وکړه، موږ به تاسو ته اسامه بن لادن دروسپارو. امریکا د طالبانو دا غوښتنه ونه منله او په زور يې د اسامه د سپارلو غوښته پیل کړه. له دې وروسته پوهان په دې لګیا شول چې طالبان د امریکايي قوت، په نړۍ کې بې یاره او مددګاره پاتې کېدل او د پېښیدونکې ورانۍ څخه وډار کړي، لیکن طالبانو هغه ځواب ورکړ چې د یو مسلمان شان وي، طالبانو وویل چې: موږ د خاورو په کورونو کې اوسيږو، په خارو کینو او ډوډۍ خورو او یوه ورځ همدې خارو ته ورځو.
د تلویزون مشهور مرکچي وړاندې چې ایاز وزیر دا توري وویل نو د هغه په مخ کې د حیرانتیا او مسخرې نښې ښکاره شوې.
د دنیا پرستو خلکو زړونو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره هغه وخت هم نه لویده چې (کن فی الدنیا کأنک عابر سبیل) په دنیا کې د یو مسافر په څېر ژوند کوه او نه د نني دور دنیا پرستو ته دا خبره زړه ته لویږي. دا د هغه وخت خبره ده کله چې امریکا غوښتل په افغانستان بريد وکړي. ددې زمانې سترو سترو پوهانو دا دلیل ورکولو که چېرې موږ د امریکا څنګ ونه نيسو او دوی سره همکاري ونه کړو نو امریکا به له پاکستانه توره بوړه جوړه کړي.
دولس کاله پس دنیا پرستان په جمع منفي لګیا شول، په دې ورسېدل چې تاون هغوی کړی چې په نړۍ کې بې یاره او مددګاره پاتې کیدلو څخه ډاریدل، تاوان هغوی کړی چې د الله څخه زیات د امریکا له زوره ډاریدل. دومره وینه د طالبانو تویه نشوه څومره چې په دې خاوره تویه شوله. موږ چې د کوم ویرونکې جنګ ښکار شولو، په دې کې مو دنیا تباه تباه شوله او د آخرت په اړه چې موږ د کومې بې اطمینانۍ ښکار شو د هغې علاج هم نه لرو.
په کنډوالو کې اوسېدونکې، په خاورو کې کیناستونکو او په خاورو کې ګرځيدونکو طالبانو خو دا پوره یقین دی چې دوی له چا سره جنګیږي هغه کفر دی او ددوی خاوره یې اشغال کړې. د اسلام له ليدلوري او نړیوالو قوانینو په اساس هم دوی د جګړې حق لري.
لیکن موږ په کوم عذاب کې ګير یو؟
دواړه طرفه د نعره تکبیر اوازې وي، دواړه طرفه خپل مړي شهیدان بولي او دواړه يې د شهید په څېر عزت او احترام کوي.
هغوی چې د چارواکو په هره پریکړه چوپ پاتې شول او نړیوالو قوانینو يې فیصلې کولې د هغوی څه په برخه شول؟ یواځې د اسلام او کفر جنګ نه، بلکې په هر کور کې فساد، په هر کلي کې قتل و غارت، د رنګ، نژاد، ژبې او سمت په نوم له یو بل سره دښمني، د شیعه، سني، دیوبندي او بریلوي په نوم یو بل وژل په یو بل د کفر فتوې لګول. کاش چې ۱۸۰ ملیونه خلکو د الله په دې دعوی یقین او اعتماد درلود چې هغه ذات وږي ته ډوډۍ او ډار په وخت کې امن ورکوي. لیکن موږ د لوږې او ویرې دواړو په عذاب کې مبتلا یو، ولې؟ ځکه چې موږ د لوږې په حالت کې د نړیوالو زورواکانو او نړیوالو شتمنو ته د سوال لاس اوږدوو، موږ د ویرې او خوف په حالت کې د مټ په زور او تدبیرونو اعتماد کوو.
خیر! دا توکل خبرې دي؟ له جنید بغدادي څخه چا پوښتنه وکړه چې تصوف څه شی دی؟ هغه ورته وویل چې توکل تصوف دی. علامه اقبال رحمه الله د خیر و شر جګړو کې د توکل تصور چې په کومه بڼه واضح کړی هغه د الله عین مقصود دی:
الله د مومن په صلاحیتونو اعتماد لري او شیطان د غرب په ټیکنالوجۍ. (مفهوم)
دا د حق او باطل چې کومه جګړه روانه ده، په دې کې د الله په لاره روان خلک په الله اعتماد لري او د شیطان په لاره روان په ټیکنالوجۍ. ټوله نړۍ له ټیکنالوجۍ په ویره کې او ټول ترې په ډار کې دي.
د لومړي نړیوالې جګړې وروسته د لویدیځوالو تمدن په نړۍ خپل ګرفت ټینګ کړ، نو هغه
ټول چې د خدای له ډار سره د لویديځوالو څخه ډاریدل په کورونو کې کیناستل، خو الله خپلې نښې نښانې راښايي. د خاورو په کورونو کې اوسيدونکې، په خاورو باندې ناسته پاسته کوونکي او په دې یقین لرونکې چې یوه ورځ به همدې خاورې ته ورځو له تېر ۱۰۰ کلونو راهیسې ۳ نړیوالو زورواکانو د ټیکنالوجۍ غرور له خاور سره خاورې کړ. برتانیه چې د واک لاندې سیمو کې يې لمر نه ډوبېده، کمونست روس چې په هغه وخت کې تر هر چا زیات طاقت او زور يې لرو او اوس امریکا چې ځان یواځېنی سوپر پاور ګڼي.
لیکن چاته چې الله د ایمان دولت نه ورکوي هغه بیا دې ته دلیلونه ګوري، چې د انګریز سره په جګړه کې دواړو خواوو سره یو ډول وسله وه، د روس سره جګړه کې امریکا له دوی سره کومک وکړ او او د امریکا سره په جګړه کې پاکستان دوی سره مرستې کوي. دا له څه ډول دلیلونه دي؟ دا ډول دلیلونه د الله د طاقت او پریکړو خلاف ورکول کیږي.
آیا برتانیې ته په همدې وسلې کوم بل قوم ماتې ورکړې؟ تاریخ د نه ځواب راکوي. امریکا تر پنځوسو زیاتو هېوادونو سره د روس خلاف جګړه کې مرستې وکړې، له ویتنامه واخله تر جنوبي امريکا پورې، آیا له افغانستان پرته بل کوم هېواد روس مات کړ؟ د تاریخ ځواب بیا منفي دی. آخري دلیلونه خو داسې ورکول کیږي چې سړي ته خندا ورشي، کوم هېواد کې چې روزمره قتل، چور،غلاوې او تښتونې کیږي؛ په زرګونو داسې کلي شته چې حکومت او پاکستان څوک پيژني هم نه، داسې هېواد د ۴۸ هېوادونو پوځونو نه او د امریکا ټیکنالوجۍ د ماتولو لپاره له طالبانو سره کومک کوي او هغوی يې بیا ګټي؟
دا د توکل نړۍ ده او الله خپلې نښې نښانې ورځ تر بلې ښکاره کوي.
د امریکا او لویديځ پورې چې څوک خپل امیدونه تړي د هغوی ډله او په الله توکل کوونکو ډله به هم ښکاره شي.
ډیر وخت او انتظار نه غواړي… فانتظرو انا منتظرون.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x