کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / د اغلې اناهیتا روهي دشعرونو غورچاڼ
child-with-father

د اغلې اناهیتا روهي دشعرونو غورچاڼ

لارښود استاد : پوهنیار مصطفي (صفا)

راټولونکی: حسن خان (احسان)

کال…….۱۳۹۵

اناهیتا روهي دالحاج شیرمحمد کریمي لورپه ۱۳۵۷کال دغوایي دمیاشتي په دوهمه نېټه دکابل دخیرخانې میني په سیمه کي د ددوۍ په پلرني کور کي زېږدلې ده د دوۍ اصلي ټاټوبی دخوست ولایت د اسماعیل خېلود ولسوالي  ده

اناهیتا روهی ښونځی تریولسم ټولګۍ پوري د خیرخانې میني دنسوانو  په لیسه کي لوستی دی او وروسته یې پرديسي ته مخه کړي ده .

له هغه وخت نه راهیسي تردې دمه دجرمني په مونشن ګلاباخ په ښار کي استوګنه ده.دوه زامن لري اوپه خپله په یوه ابتدایه ښونځي کې د ماشومانو په پالنـــه بوخته دی.

اناهیتا وایي چي له ماشومانو او د دوۍ له نړۍ سره مینه لرم. دماشوم ادبیات یوازینۍ لار ده چي ما هروخت د دوۍ له نړۍ سره وصلوي همدا وجه ده چي زه می قلم د دوۍ لپاره خوځوم .

تردې دمه د اناهیتا روهي نهه عنوانه کتابونه چاپ شوي دي او نهه نور یی دچاپ لاری څاري

د دې کتابونو ډېره برخه دجرمني ژبې څخه پښتو ته ژباړه ده .

دښاغلې روهي دکتابو نومونه په لاندي ډ ول دی

۱:  ځمګه او اسمان( دزلمکو لپاره معلوماتی کتاب)

۲:څنګه ؟ ولي؟( دزلمکو لپاره معلوماتی کتاب)

۳:له مېږي تر ډاینا سوره (د زلمکو لپاره د ژوو په اړه معلوماتی کتاب

۴:ترشنه اسمان لاندي (افسانې)

۵: دشپې کیسې

۶:یوماشوم یوه نړۍ (دماشومانو دروزنې کتاب)

۷:له مېږي تر ډاینا سوره (د زلمکو لپاره د ژوو په اړه معلوماتی کتاب

۸:ترشنه اسمان لاندي (افسانې)

۹: دشپې کیسې

۱۰:یوماشوم یوه نړۍ (دماشومانو دروزنې کتاب)

۱۱:تربتي چیغي (لنډکي شعرونه او ادبي ټوټې)

۱۲:له ماشومانو سره فلسفه چاپ ته تیار

۱۳:ګاګرو باتج اودکتابونو دښمن (دکیسو ټولګه)

۱۴:دځنګله بوډۍ فلکوریکي کیسې

۱۵:دیورګ پیلاوه (عمومي معلومات)

۱۶:هیڅ (ناول)

۱۷:مات غږ (لنډکي شعرونه)

۱۸:کاغذ باد(لنډي کیسې)

۱۹:المه او الوګان (دوړکتون ماشومانو ته کیسې)

۲۰:تشه پیاله (حکایتونه)

۲۱:ورکه چوپتیا (نثري ټوټي)

سریزه

داورستیو کي د شاعرې اناهیتا روهي د لنډکیو شعرونو ټولګه د (تربتي چیغي) په نوم چاپ او خپره شوې ده چې دنومړي کتاب په ستایلو کي دځان سره جملې نه لرم.

په دغه ټولګه کې زیاته توجه احساساتونه کیفیاتو ته شوې ده

لیکوال او شاعر محیب الله زغم وایي د دغې ټولګي له لوستلو وروسته دی اوس په دې باور دی چې دشعر دکرکتنې په اړه عامه ‌‌‌ذهن بدل شوی دی .په دغه ټولګه کي ډېر لوړ تخیل او عالي مفکورې په هنري ډول وړاندي شوې دي.

اوس هغه پخوانی تصور .چې خلګو فکر کاوه هرهغه کلام چې وزن او قافیه ولري شعر دی

هغه تعریف اوس دمنلو وړ نه دی .

بلکي که دغه هنر.چې په دغو شعرونو کې موجود دی .که دغه جوهر پکې نه وي شعر یې نه شو بللاي

تربتي چیغي کتاب په۲۳۴مخونوکې خپور شوی لنډ او اوژد سپین  شعرونه د اثر منځپانګه جوړوي خو داچي اوس د اناهیتا روهی په څېر پیاوړو شاعرانو دغه نوی ژانر ته ډېر پام کړی

نو ورسره دا هیلی ټوکېدلي دي چې لنډ سپین شعرونه به اوږد عمر او ښه راتلونکی ولري

په کابل کي دمیرمن کلتوري بهیرغړې او دکابل پوهنتون دپښتو څانګي محصیله کاینات سعادت داغلې روهي په تربتو چیغو کې ګڼ نوښت ویني.

ښځینه احساسات هم زما په نظر ښه بیانولی شي.اناهیتا جان روهي فطرطآ شاعره ده همیشه غواړي په شعرونو کي نوښت وکړي

شعر ته نوی قالب ورکړي او خپلې مفکورې روښانه روښانه او لنډي لنډي بیاني کړي شعرونه یې مغلق نه دي ښایسته انځوزونه لري

ښکلي او نوي ترکیبونه یې په شعر کي راوړي دي په ټوله مانا یې له شعر نه خوند اخلم

یو شعر به یې تاسو ته ووایم

چوپتیا مه ماتوه

حافظه مي

د ماضي البوم ګوري

د شاغلې روهي په اثارو که هرڅومره ستاینه وشي بیا یې هم کمه بولم

ښاغلې روهي دژوند خوږې شېبې له پلرني ټاټوبي لري په جرمني هیواد کي ترسره کوي شعرونه او قلم یې لاهم کلیوال رنګ لري

یوه عالم ژوند سیند بللی او ویلي یې وو هغه څوک چې ژوند کوي دهمدې سیند لامبوزن دي لامبوزن چې ترڅو لامبو وهي ترهغه وخته په امن کي وي

او چې کله یې لاسونه پرېښودل یایې هم دټنبلۍ له وجي لامبو بس کړه نو اوبه یې وړي کندو ته یې غورځوي ممکن مړ شي ژوند هم دې ته ورته دی

که بې پروایي وکړو نو دتباهۍ کندي ته مو وړي او بیا به موهرڅه ناکام وي خوکله کله دنړۍ انسانان سړی د ژوند له نعمت نه زړه توری کړي

ان دومره ظلم او زیاتی وکړي چې دا لویه نړۍ درته تنګه شي او له ژوند نه مرګ ته ترجیح ورکړې

لکه اناهیتا روهي چې د(اوبو سیوری) په شعر کي وایي

دابو سېوري ته

له ځانه

پنا وړم

خو پام چې تاسي هم کله د اوبوسېوري ته پناه یو نه سئ کنه د اکسیجن د نشت له امله به ساه ورکړۍ

زړه مي تژی دی

ستا دخبرو اوبه غواړي

(اختر)

داخترمخه ده

ځم چې یوازیتوب

پخلاکړم

زمانې شوې

چې مرور دی

احساس))

مادرکتل

ته په درانه خوب ویده وې

خو ته خدایزده چې ولې

ماپه خپل وجود کې

ویښ احساس کړې

(اراده)

له زړه مې وپوښتل

اراده دې څه ده ؟

موسکی شو ویې ویل

له ژوند سره مینه

(انتظار)

څومره بې خونده شول دواړه

ستا نه راتګ او زما انتظار

(انسانیت)

دجنت او دوزخ کیسې کېدلې

ما دانسانیت کتاب راواخیست

ترې روانه شوم

(بوختیا)

ستوري بوخت دي

دشپې چوپتیا ژباړي

(پیتاوی)

په اوژده چوکۍ ناسته بوډۍ ترڅنګ یې امسا او دسپي دغاړي پړی څو

ګامه وړاندي پرشنه چمن پیتاوی ته پروت سپی

د دوي دواړو ترمنځ طبیعت خبري کوې

(پسرلی)

دژمي کنګلونو

د مني توپانونو مې

د ژوند ځمکه شاړه کړې ده

سږ یې له پسرلي سره اشنا کوم

(الوت)

ستورو!

لږ څنګ ته شئ

زړه مي وزرې کړې

غواړي والوځي

(اواز)

ځان پسې مې غږ کړ

اواز یې راته

ځواب یې رانکړ

بهر ناست

له اوره سره سندری وایي

(داوښکو باران)

د خپل وجود تر څرمنې

لاندي یې ورپټه کړم

ویل یې

دلته دې زما د اوښکو باران

نه لمدوي

(د خاورو بړستن)

درغلم .غږ مې دې نه اورېده

دخاورو بړستن دې درنه وه

(چیغي)

زړه مي چیغي کړې

د وجود له ونې

مرغۍ والوتې

(تصویر)

دخپل زړه په هنداره کې مې

ستا دروح تصویر ولید

(څېره)

ور مې وټکاوه

غلطه نه وم

تاڅېره بدله وه

(جنت)

ته مي ولیدې جنت مې وموند

ځان

ځان مې دخپل وجود له وحشته په څرمنه کې راپټ دی

(حیا)

غوښتل مي درغاړي وځم

چې درغلم حیا راغله

څنګ ته شوم خدای چې ته پوشې که نه ؟

(د زړه ژړا)

په سترګو یې ښکل کړم مور مي رایاده شوه

زړه مې وژړل

(دسولی خوب)

دسولي خوب مي لیدلی

موټی موټی یې په ټولو وېشم

(زړه مي)

زړه مي ترځانه مخکي کړ

ومې ویل

هرچېري چې ځو

دواړو به ځو په مینه به ځو

راته ووایه

(راته ووایه)

سترګو مي څه درته ویل ؟

(یاد)

ته رایاد شوې

وجود مي په څرمن کې راتنګ شو

د اغلې اناهیتا روهي هره ټولګه او هره دقلم کرښه په ستایلو او ویلـــو ارزي

دلته یې ما تنها دنمونې په ډول دڅو لنډکیو شعرونو نمونه راوړې ده

په قلم او عمر یې برکت.


د لوړو زدکړو وزارت

غزني پوهنتون

ادبیاتو پوهنځی

پښتو څانګه



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ