فکري جګړه

حسن خان احسان

که فکر وکړو جګړه یواځي او یواځي په ساینسي او تخنیکي اسبابو باندي نه کېږي.

فکري او نظریاتي جګړه هم شته. او دهمدې جګړې وژنه او تخریبکاري تر تخنیکي جګړې درنه ده.

هغه هیوادونه چې په هغو کې دعلم او پوهې ارزښت ته په ښه سترګه کتل شوي دي.

نسبتأ هغه هیوادونه چې دعلم ،  پوهې، کتاب. ارزښت پکې کم دی. یاهم هیڅ ارزښت نلري.هغه دنورو هیوادونه له علم اوپوهې ماته خوري.او تل یې ناکامي په برخه ده.

که څه هم هغه دتخنیکي او ساینسي اسبابو او وسَلو نه بډایه هم وي.

ژوندی مثال یې زمونږ او تاسو هیواد دی. کله چې روسانو دافغان په پاکه او سپېڅلې خاوره یرغل وکړ. پر افغانانو یې هر ډول جنګي تکتیکونه او وسلې وکارولې.

د افغانانو مادیات یې ختم کړل.کورونه یې بمبار کړه. ځوانان، سپین ږیري، ماشومان، تورسرې، همدا شان حیوانات یې په بې رحمۍ سره ووژل.

د هرډول ظلم ،زور، او زیاتي څخه یې مخ ونه ګرځاوو.

خو الحمدالله الحمدالله دهیواد شریف او غیرتي اولس دیرغلګرو  په وړاندي چوپ پاتي نشو دخپل عزت او ناموس لپاره یې ځان مال او اولادونه قرباني او په هیواد کې یې د ازادۍ بیرغ دهیواد په هره سیمه او خاوره ورپاوو.

دهمدغه ازادۍ ګټلو معیوبین مو اوس هم په هیواد کې تر سترګو کېږي.

هغه چاچي دهیواد د ازادۍ لپاره یې دخپل بدن اعضاوي له منځه تللي.او هغه څوک چې دهمدې سپېڅلي جهاد غازیان بلل کېږي. او روغ رمټ پاته شوو.

په دوو ډلو تقسیم شو.

(۱ ) معیبوب غازیان: هغه  اوس هم معیوب دی دخپل بدن مهمه اعضا یې دهیواد او ناموس ساتلو لپاره قرباني کړه. هغه اوس هم دبل لاس ته ګوري هغه نن معیوب دی. هغه په پلازمینه( کابل) کې بنګله نلري. هغه دومره څوک نلري چې شپږ کلن زوی یې مکتب ته په موټر کې یوسي.دمعیوب غازي زوی اوس دکابل په سرچوک کې دبوټو رنګ لګوي.او دهمدغه لارې نه دمعیوب پلار او مور لپاره نفقه پیداکوي.خو دده هم سنګره غازي چې نن پاتي دی او روغ رمټ دی دهغه نه یې نوم هم هېر دی.چې څوک وو؟ اوچېرته؟

( ۲ ) صحتمند غازیان: هغوۍ د امریکانو په راتګ سره تر فکري فشار لاندي راغله.

ټول هغه تکلیفونه. جهادونه.هرڅه یې هېر کړه.

نن مو هغه غازیان د امریکا او یرغلګرو په رهبرۍ دمختلفو فکري ګوندونو مشران ټاکل شوي دي.

ترڅو دفکر او نظرونو دلارې خپل ولس په یو چل او پرېب تېر باسي.

او هغه جهادي او ایماني جذبه یې نن دسیکولریزم. او دیموکراسۍ په اوبو ومینځي.

او له دې لارې غواړي چې غیرتي اولس دتېر تاریخ نه ناخبره کړي.

ټول مطبوعات او رسنۍ یې په همدې مرض اخته کړې ترڅو مو یو اسلامي فکر دیو ازاد خیال دیموکرات او سیکلوریزم: برابر فکر په بڼه بدل شي.

اکثره ځوانان مو نن داسلامي عقیدې پرځای په سیکلوریزم. دیموکراسۍ او نشنلیزم باندې منګولې لګولې دي. دهمدي غربي مفکورې او نظریاتي تبلیغاتو نتېجه ده چې نن مودپردیو راتګ په هیواد کې دانساني ارزښت په توګه ومنل..!


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ