کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / په مصر او عربي هيوادونو کي د اسلامي ښوونو پر وړاندي توطئه روانه ده
taleem-arab-dunia-5

په مصر او عربي هيوادونو کي د اسلامي ښوونو پر وړاندي توطئه روانه ده

ليکوال: عبدالمالک ”همت“

په دې وروستيو کي په نړۍ والو رسنيو کي وويل سول چي په مصر کي کودتايي حکومت د دې هيواد د ښوونځيو له تعليمي نصاب څخه د اسلامي فتوحاتو تاريخ او ځيني نور اسلامي موضوعات وايستل.

زموږ د معلوماتو له مخي دا د اسلامي ښوونو پر ضد د امريکايي او لوېديزو ښکېلاکي هيوادونو او د دوی د ګوډاګيانو يوه څو اړخيزه توطئه ده چي له ډېر پخوا څخه روانه ده.

د مصر خبري رسنيو داسي معلومات خپاره کړي دي چي د مصر حکومت د ښووني او روزني يوې امريکايي موسسې ته چي ۶۰۰ تنه امريکايي کارپوهان په کار پکښي بوخت دي او مشره يې يوه امريکايي یهودۍ ده بلنه ورکړې ده چي د حکومتي ښوونځيو د اسلامي، ديني روزني پر نصابونو له سره کتنه وکړي. په دې لړ کي په قاهره کي د امريکې سفارت د دغي امريکايي موسسې په لګښت د مصر د ښوونځيو لپاره يو درسي کتاب طبع کړی او د مصر په ټولو ولايتونو کي يې ۳۹ زرو حکومتي ښوونځيو ته د تدريس لپاره وېشلی دی.

د امريکايانو په نظر د اسلامي تربيې او اسلامي تاريخ نصابونه د ترهګرۍ مرستندويان بلل کيږي، ځکه نو د امريکې سفارت او نوموړې موسسه دغه کتاب د مصر د ښوونځيو د ديني نصاب داسي بديل ګڼي چي د وی په اصطلاح د ” ترهګرۍ سرچينې“ وچوي.

مسلمان کارپوهان وايي چي د غه امريکايي موسسه او نورو اسلامي ضد عناصر له لويه سره د اسلام پر ضد د امريکايي او لوېديزو ښکېلاکي هيوادونو او د دوی د ګوډاګيانو شومي موخي پلې کوي او په پام کي لري چي په بېلو بېلو ښوونيزو پړاوونو کي د ښوونځيو او ان د ازهر پوهنتون په نصابونو کي بدلونونه راولي او د مصر او نورو عربي هيوادونو ديني او تاريخي هويت مسخ کړي. په دې لړ کي يې د ازهر پوهنتون له درسي کتابونو څخه اويا سلنه تاريخي او ديني مواد کم کړي او د قرآن کريم اړوند پنځه شپېته سلنه مطالب يې ځني حذف کړي دي.

د دې ترڅنګ د روان ۲۰۱۶ع. کال د مارچ د مياشتي پر نهمه د ديارلسو عربي هيوادونو؛ مصر، سوريې، يمن، تونس، سودان، المغرب، عربي متحده اماراتو، عراق ، ليبيا، الجزائر، فلسطين، موريتانيا اوبحرين د ښوونکو يوې لويي ډلي چي د عربو د ښوونکو د اتحاديې نوم يې پر ايښی دی په مصر کي پټي غونډي وکړې او د دوی په وينا يې په عربي هيوادونو کي په ښوونيز نظام کي د بدلونونو راوستلو په موخه د ښوونځيو په درسي کتابونو کي د اسلامي فتوحاتو د مضمونونو د حذفېدو او له منځه وړلو مسئله وڅېړله. د دغو ناستو ګډونوالو استدلال کاوه چي په ښوونځيو کي د تاريخ، عربي ژبي او ديني روزني بېلابېلو کتابونو او د اسلامي فتوحاتو د مضامينو تدريس زده کوونکي يو پر بل باندي خشونت او تاوتريخوالي ته هڅوي.

د غونډي په پيل کيد عربي هيوادونو د ټولني مشر دكتور (نبيل العربي) وويل: باید عربي ښوونکي ته زياته پاملرنه وسي او د ژوندانه ښه شرايط ورته برابر سي، څو ښوونکي د ټولني د افرادو په منځ کي د يووالي لپاره خپله ملي او ښوونيزه دنده په ښه توګه ترسره کړای سي او د ترهګرۍ سره په مبارزه کي او د عربي يووالي په راوستلو کي سمه او وړ ونډه واخيستلای سي.

ورپسې د دغو ښوونکو مشر وويل: ترټولو لومړی لازمه ده چي له ښوونيز نصاب څخه هغه څه ايسته سي چي ترهګري او تاوتريخوالی را پاروي.

دغو ښوونکو د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر يوولسمه خپله پرېکړه رسماً اعلان کړه او په دې توګه يې د اسلامي فتوحاتو د تدريس پر ضد د امريکې او لوېديځ او د دوی د عربو ګوډاګيو د توطئې پلي کولو او جګړې ته ډېره ښه لار اواره کړه.

دغه پرېکړه سمدستي د عربي سيکولرانو له خوا استقبال سوه او دا يې د ترهګرۍ پر ضد او د عربو د يو والي لپاره د ښوونکو يو ښه اقدام وباله.

پر دې سربېره د عربي هيوادونو زيات شمېر سيکولر تنظيمونه او ټولني د خپلو امريکايي او صهيونيستي بادارانو د خوشالولو لپاره د سرکس د خوسکيانو غوندي غورځي پرځي کوي چي قرآني آيتونه او نبوي احاديث د دوی د ښوونځيو له درسي کتابونو او موادو څخه وباسي. او لکه چي معلومات دي د ځينو عربي هيوادونو له ځينو درسي کتابونو څخه په ډول ډول پلمو د قرآن کريم سورتونه او آيتونه حذف سوي هم دي.

په رسنيو کي دا هم راغلي دي چي د اردن د ښوونځيو له کتابونو څخه د قرآن کريم آيتونه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث ليري سوي دي او همداراز له دغو کتابونو څخه د ښځينه ښوونکو هغه تصويرونه چي په حجاب کي چاپ سوي وه په لڅو تصويرونو بدل سوي دي او د نارينه وو هغه تصويرونه چي د ږيرو سره وه په بې ږيرو تصويرونو بدل سوي او له ځينو درسي پاڼو څخه د اصحابو کرامو رضي الله عنهم نومونه هم ليري سوي دي.

په لاندي لومړني تصوير کي ښکاري چي د اردن د ښوونځيو د تاريخ په پخواني کتاب کي د ابن بطوطه رحمة الله عليه د ژوندليک په اړه مضمون کي د ”حفظ القرآن صغيراً ودرس العلوم الدينية والادب“ الفاظ وه، خو په نوي چاپ سوي کتاب کي دغه الفاظ ليري سوي دي.

دغه راز په دوهم تصوير کي ښکاري چي د اردن په يوه پخواني درسي کتاب کي د نحل د سورې ۸۷ آيت سته، خو په نوي چاپ سوي کتاب کي يې دغه آيت ليري کړی دی.

په درېيم تصوير کي ښکاري چي د ښوونځي په پخواني کتاب کي د ”سورة الليل“ تر سرليک لاندي د دغي سورې په اړه څرګندوني راغلي دي، خو په نوي چاپ سوي کتاب کي د ”سورة الليل“ پر ځای د ”الصباحة“(لامبو) تر عنوان لاندي د لامبو په اړه خبري سوي دي.

په څلورم تصوير کي ښکاري چي د ښوونځي په پخواني کتاب کي د ښځينه ښوونکي رسم سوی تصوير په حجاب کي دي، خو په نوي چاپ سوي کتاب کي ښوونکې لڅه او سرتوره ښکاري.

taleem-arab-dunia-4 taleem-arab-dunia-3 taleem-arab-dunia-2 taleem-arab-dunia-1



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه  
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    محترمه ته په درسی نصاب پسی سرخوږوی دمسلمانانو دپاره تردی دشرم خبره داده چه دمرسی منتخب حکومت یی دمنځه یووۍ اواوس په افغانستان او پاکستان کی د دوی حکومتوی نه روان دی که قرآن په معنی ووایی پوه به سی چه نصاب خو څه کوی داسلام د دین خالی نوم پاته دۍ دقول او عمل نوم اسلام دۍ دنافرمانۍ په کارو کمیږی اودنیکۍ په کارو زیاتیږی په هرځای کښی چه پرمسلمان ظلم وسی دامهه نه ده چه کم ملک دۍ پرټولو مسلمانانو په هغه ملک کی جهاد فرض دۍ اوس اسلامی ټول ملکونه اشغال سوی دی زموږ دمسجدو مولایان داسلام په ټکی هم نه دی خبر که دغه زموږ ساده عوام دقرآنه خبر سی یوه هفته هم کفار زموږ په ملکوکی نسی پاته کیدای حکومتونه خویی څه کوی.دغه مسلمان ویب والا زمااسلام بیانونه دکفارو دبیری نه خپروی جهاد خویی پریږده. په احترام عبدالوحد اڅکزۍ

  2. الجاج استاذ بیانزی

    د اځکزی صاحب د خبرو په تایید به زه هم څه ورسره زیات کړم او هغه دا چه :
    د اسلام او مسلمانانو سره دا جنګ نوی جنګ نه دی دا له اوله پیل شوی او تر اخره به دوام لری ، یهودانو په اوایلو کی ډیر کاذب پیغمبران استخدام کړل ، لکه دعبدالله بن ابی په شان ډیرو یهودانو اسلام کی ځانونه ننویستل اسلام او مسلمانان یی له دننه تخریبول تر دی چه د خوارجو او شیعه فتنی او ویشنی یی رامنځته کړی ، د اسلام د تخریب د پاره یی د نړي په ټولو ژبو داسی اسلام کتابونه خپاره کړل چه په ښکاره اسلامی او دننه یی پکی خپل زهریات په ډیره ماهرانه توګه ننویستلی چه تر ننه هغه زهریات زمونږ د ډیرو علماوو په وینه کی ګډ شوی اسلام داسی خلکو ته ورپیژنی چه اسلام یواځی د اخرت د پاره چوړ شوی او په دی ژوند کی چه څه چاته رسیږی د تقدیر کړنی دی ظلم او مظلومیت د الله ج غوښتنه ده حتی ساینس له اسلامه جلا او حتی په ټکر کی ګڼی .
    کشکی هماغه یی کولی اوس تر هغی ډیر فعال دی په ځانګړی دول هغه وخت چه دوی پوه شول مسلمانان په مخامخ جنګ کی د اتومی بمو سره هم مقابله کولی شی ځکه مسلمانان خپل ژوند د خپل هدف ( د الله ج او د هغه د مخلوق د رضا ) وسیله ګڼی .
    دوی د اسلام ، مسلمانانو او اسلامی نظام د مخنیوی دپاره د اسلام دننه هڅی پیل کړی یوه لویه هڅه یی همدغه د دموکراسی شیطانی دین او نظام د ایجادولو ابتکار وو ، له هغه وروسته یی بیلابیلی الجادی فلسفی او ایزمونه یو دبل پسی راوزیږول ، همدا اوس ډیری چینلونه او رسنی د دوی له خوا د اسلام په ضد لګول شوی چه همدغه ایزمی مسملانان یی پکی کارولی .
    حتی د رنډم کارپوریښن په نامه یو ه شیطانی یهودی موسسه ده خلیل زاد او د هغه یهودی میرمن یی لوی غړیتوب لری د امریکایی اسلام بنسټ کیښود هلته داسی کتابونه جوړیږی چه خلکو ته اسلام او دموکراسی یو شی یا دموکراسی تر اسلام پورته وښیی یعنی د امریکایی اسلام په نوم یی بل اسلام اختراع کړی او ځینو فاسدو ملایانو یا نیمه ملایانو ته معاشونه ورکوی او د هغه تلویزونی رسنیو خرڅ ورکوی چه اصلی اسلام امریکایی اسلام دی او داسی نور او نور

  3. عبدالواحد اڅګزۍ

    محترمه استازه سید جمال الدین په کتاب کی لیکلی دی چه ایګریزانو چه اول له مغلو څخه هند وه نیوۍ هغوی له هندوانونه بیریدل له مسلمانوبیریدا دمنافقینو ته یی یوه مدرسه جوړه کړه چه په هغه کی اسلامی ټول قوانین سرچپه تعبیرول او کتابونه یی ځنی جوړول زماداعتراز په مقابل کی ماته چه یی دوی میاشتی ویزه راکړی وه زه یی پری نښودم په یوه میاشت کی له هنده وه ایستم هغه وخت دغه منافقین د(نیچیریه) په نامه یادیدل اوس دکادیانیانو په نامه یادیږی دغه زموږ په مسجدو کی کنترول نسته ټول هغه کتابونه ویل کیږی خصوصاًدپاکستان دتبلیغی جماعتوبنیادونه ټول د دوی په لاس کی دی