شعـــــرونه

د سړيو سرلوړي

څه ويرجن سوې آهونه موله زړوڅخه رابېل شول
څه ښاغلي پاک روحونه له سينوڅخه رابېل شول

پس له مرګه به ځليږي لکه ستوري په آسمان کي
په ژوندون کي چي دکفرله تياروڅخه رابېل شول

څه نفسونو دغفلت  له توېدو لوامان وموند
څه بياتورشول دايمان له سپېنيدوڅخه رابېل شول

هغه وخت موږنامرادشوواوبختونه موکوټه شول
چي مشران مودمکې له قسموڅخه رابيل شول

داموهم دغيرتي  صف دسړيوسرلوړي ده
چي ناولي غلامان يې له صفوڅخه رابېل شول

دادپاکي ميني کورموبياغاصب نيولى نه شي
چي په ننګ يې قدمونه له کوروڅه رابېل شول

ديرغل دسېلۍ زيان ته به حساب چا کړى نه وي
چي موڅوغوټۍ ګلان له غوړېدوڅخه رابيل شول

سم په ږيره لوى شاعروي په غزل کي داسي وايي
دمستئ مست آوازونه له ډولوڅخه رابيل شول

الهي سترقانون ستايه په شعرونوکي الهامه
که دي ځيني ناپوه وروڼه له جرګوڅخه رابيل شول

2013/12/01

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x