
«مونږ کفار نه بلکه افغاني سپېشل فورس یو»
امين وردګ
يو مې سپين ږيرى خاوند ٶ ، دوه زامن او يوه لور ؛ خپل کور مو نه ٶ ، د بل چا پر داسې جونګړه کې اوسېدلو : چې د کوټو لرګي يې را ناست وو .
يوه زوى مې د کلي رمه د کال په 160 منه غنمو نيولې وه او دې بل زوى مې د کلي په مدرسه کې سبقونو ويل ، پلار يې هم د همدې کلي د جومات خادم ٶ .
ګذاره مو ښه وه ، يو څاښت شکنه ، بل څاښت مو له چاى سره تېرولو ، خوشاله وو او د الله شکرانې مو ادا کولې .
د ژمې کړنګه څله وه ، شپه د جمعې وه ، د کوټې هوا هم پدې شپه ډېره يخه وه ، د زامنو پلار سخت ناروغ ٶ ، دواړه زامن مې هم په کوټه کې راسره پراته وو : ځکه چې همدا يوه کوټه مو ګرموله او د بلې وس مو نه لرلو !
ماشومه لور مې چې د 5 کلونو په عمر کې وه ؛ په خپل ځاي کې مې راسره پرې ايستله او ويده شوو.
شپه پخه شوه ؛ ناڅاپه مې د بمونو ((غرزها)) تر غوږونو راغله ، ماشومې لور مې چيغه کړه (مورجانې طيارې راغلې بمونونه اچوي ) پلار يې په ځاي کې را کښېناست او په سلګيو يې پيل وکړ ، شپونکى زوى او طالب العلم زوى مې هم ترهېدلي را کښېناستل .
لږ ساعت مو غوږ نيولى ٶ چې يو دم يې راته د انګړ دروازه په سرېښيدونکى (چسپکي) ماين والوزوله ، درۍ دقيقې لا سمې نه وې پوره شوې چې د کوټې دروازه يې هم په لغته ووهله او را ماته يې کړه ، د دې سره جفت يې زما ((طالب العلم)) زوى راته
په مرميو سورى سورى کړ ، لور مې پوړکېدله خو له ژړا پاتې وه ، ګمان کوم داسې اوښکې يې په سترګو کې نه وې پاتې : چې تويې کړې يې واى .
زما خاوند يې يوه لغته ووهلو او د (پورته شه) ترهېدونکې چيغه يې پرې وکړه ، خو سپين ږيرکى د جيګېدلو نه ٶ .
بله لغته يې کش کړ او له لاسو يې و نيوه دهلېز ته يې ټېله کړ ، بله لغته يې چې وواهه انګړ ته يې و غورځولو.
موږ ټول يې له نيمه ګرمې کوټې نه را و ايستلو او په لوڅو پښو يې په واورو کې و درولو ؛ خو خاوند مې ناست ٶ : ځکه چې د
درېدلو شومه يې په رېږدېدلي مريض صورت کې نه وه !.
ما چيغه کړه چې : خدايه کاشکې افغانان راغلي واى نه دا سره کفار ؛ يوه يې رامنډه کړه او په کونداغ يې و وهلم : چې تاسو ته خو امريکايان څه نه وايي ځکه خو تر ((مرداريو)) ډېر شوئ ؛ موږ ټول اسپيشل افغان فوځيان يو او وطن به له تاسو کثيفو پاکوو !.
زه حيرانه شوم ؛ ريښتيا هم ټولو يې په پښتو او فارسي باندې خبرې کولې !.
ما زارۍ ورته پيل کړې : چې دا خاوند مې مريض دى مري ، دا به ننباسم ؟
بله لغته يې کش کړم او په يخي ((پړمخې)) ولوېدم ، تندى مې هم مات شو ؛ فکر مې وکړ چې قيامت وينم ؛ نه هېرېدونکې
شپه وه !.
د شپونکي زوى مې يې هم لاسونه راته و تړل او په لغتو لغتو يې د کوره و ايست ؛ لږ شېبه وروسته مې د ډزو غږونه تر غوږ شول ؛ الله خير ! لکه چې له شپونکي يې هم خلاصه کړم !.
خاوند مې تر لاسونو و نيو او کوټې ته مې د ننه کړ ، کوټه هم څڅېدله ؛ خو په يوه کونج کې مې ده ته ځاى سم کړ ، پدې بل کونج کې راته شهيد زوى پروت دى او کوټه په سرو وينو رنګ ده .
سهار شو ، دېباندې مې منډه کړه چې په دروازه کې د کلي خلک راټول دي ، شهيد شپونکى يې په څادر کې را اخيستى او زموږ د جونګړې خواته يې راوړي ، چيغې مې کړې .
شپونکى يې چې کورته راته راوړ ، ما ويل يخ دى کوټې ته يې راوړئ ، چې کوټې ته يې را د ننه کړ او د پلار يې سترګې پرې و لګېدلې نو يوه آه يې وکړه او را پرېوت انالله و انااليه راجعون ټول يې (الله) رانه واخيستل ، اوس په همغه جونګړه کې زه او زما ماشومه لور اوسيږو ، الله د دکلي خلکو ته اجرونه ورکړي : وخت پروخت موږ دواړو ته د خپلې وسې ډوډۍ را ليږي ، خو الله خبر چې دا حال به څومره دوام وکړي !.