books

تاریخ؛ افسانه؟

داد محمد ناوک

په تېرو څوارلسو کلونو کې د را وارد شویو مفکرينو او روڼ اندو په نامه څو تنو مجسمو د دریځ سرونه ونیول،چکچکې ورته وشوې، واه واه يې واورېدل او نوی ځوان نسل مو په پټو سترګو د دوی د لقبونو ښکار او د لفظونو په دامونو کې ونښتل، ورپسې روان شول.

دې ډلې د خپل مسوولیت له مخې له خپله صلاحیته ګټه واخیسته او وار له واره يې لومړی بريد په تېر تاریخ وکړ، په پوره جرائت يې د خپلې ګستاخۍ اظهار وکړ او د اسلامي دورې په ګډون يې د ګران هېواد ټول تاریخ هسې تشې باټې وبللې، ځوانانو ورپسې بدرګه کړل، خبرې رسنیزې شوې، ویبپاڼو ته ورسېدې، تر چاپي کتابونو ورسېدې په پایله کې مو نوي ځوان هم په اعلیحضرت احمدشاه بابا رحمه الله د بې دلیله نیوکې جرائت وکړ او په لوی لاس يې خپل هویت ته لغته ورکړه.

د ګران هېواد تاریخ زموږ د هویت او موجودیت دلیل دی، د تاریخ لوست مو نسلونه سر نښلوي، د نسلونو نښلېدل ارزښتونه لېږدوي او په پایله کې مو راتلونکي نسلونه له ګمراهۍ ساتل کېږي؛ خو د دریځونو پر سر د روڼ اندو او ځینو استادانو په نامه نصب شوې مجسمې په پوره زړورتیا پنځه زره کلونه «افسانه»بولي او اسلامي تاریخ مو د توندلاريتوب پیل؛ خو په څنګ کې يې دا نا انصافي هم کوي چې ځانونه نشنلیست پښتانه بولي خو دا نه وايي چې د پښتنوالي ادعا ولې کوي؟ د ژبې پر سر؟ د دود پر سر؟ د ارزښتونو پر سر؟… او که د ټولو پر اساس د پښتوالي دعوه کوي نو دا ارزښتونه، ژبه او دودونه چا تر دوی راورسول؟ دوی خو په ټوله کې تاریخ یوه افسانه بولي او له وحشته پرته ورته په بله سترګه نه ګوري، نو دوی د دوی د هویت اسناد له کومه کړل؟

د پورته ډنډورې د تقویت لپاره د دلایلو د تراشلو په هڅه کې دې تبلیغاتو هم پوره زور واخیست چې موږ خو په تېر کې ټولې جګړې کړې، نه مو مریخ کې بیرغ رپېدلی او نه مو د ډيلي په نیولو اوس هم د تاج محل دېوال ته تکیه کړې، خو بیا هم د خپلې دعوې یو اړخ ویني او په ړندو سترګو په کنډو کپر لارو راتلونکو نسلونو ته هم دعوت ورکوي، دوی دا نه وايي چې د اوسني یو موټي افغانستان نقشه، د هماغو بریاوو برکت و، په هند کې د اسلام روښنايي د احمدشاهي سپاهیانو د وینو رڼا ده، خو که د اعلیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله د اس دوړه نه وای، یا هم د میرویس نیکه رحمه الله د تورې خرپ نه وای، نن به همدې روڼ اندو په کابل کې د رنجیت سنګهـ پر پلارولۍ فخر کاوه یا به يې د افغانیت پرځای د ایرانیت دعوه د ځان لپاره ویاړ بلله.

زموږ د تاریخ جګړې هیڅکله هم تعرضي اړخ نه دی درلودلی، نه موږ په چنګیز پسې ورغلي يو، نه مو د تېمورشاه پاچاهي ورنړولي او نه مو اوس د بوش موټر ته بم ايښی و، میرویس نیکه رحمه الله له خپلې خاورې د ایراني صفویانو د ایستلو لپاره له مکې معظمې فتوا راوړه، اعیلحضرت احمدشاه بابا نه د ځمکې وږی و او نه يې د پیسو تمه درلوده، صرف د شاولی الله رحمه الله یو لیک او د یوې مسلمانې پېغلې د عزت ساتنې په موخه يې ډيلی تر پښو لاندې کړ.

په ښوونیز نصاب کې د تاریخ په برخه کې ښکاره بدلون د افغان هویت د مسخه کېدلو ناکامه هڅه ده او د روڼ اندو، لیکوالو او استادانو په نامه په غونډو، ویبپاڼو او کتابونو کې د افغان تاریخ د مسخرې هڅې د تاریخ ارزښت ته لا ور پام کوي، دوی ځينې نوکي ځوانان بې په پټو سترګو په ځان پسې کړې دي، چې د «انسانیت » د نارې په بدرګه غواړي مسلمان او کافر په نامه رامنځته شوي سرحدونه هم ونړوي او خپله ټوله ماضي په اوبو لاهو کړي، د حمزه بابا دغه قول ورته دلته ږدم:

«او دا هم هغه افراد دي چې د هر مروجه مذهب نه باغیان او د هیڅ انساني اخلاقو یا قدرونو قایل نه دي. او دا ډله هم انسان انسان نعرې وهي. او کوشش کوي چې د هغوی د لیکونو په وجه عام انسانان د پخوانو نېکو خلقو نه متاثر نه شي. نو د ماضي نه بغاوت يې خپل اصول ګرځولی دی. هغوی د ماضي هر قدر هر تمدن او تهذیب فرسوده ګڼي او د په خپل «حال» کې د هغه امتزاج زهر ګڼي. غونچک؛ د حمزه بابا د مقالو ټولګه.»



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ