نظــر

که کرزی د وطن پلورونکو له لیسته د ځان ایستل غواړي په خپل وروستي دريځ دې کلک شي!

karzai555کله چې صلیبی یرغلګرو په ګران هیواد افغانستان باندې یرغل وکړ، داسې وحشتونه یې ترسره کړل، چې په اورېدلو يې د سړي پوستکی ځېږ شي، په ټنونو بمونه یې د افغانانو په کورونو  وغورځول، زندانونه يې پرې ډک کړل، خلک يې ژوندي له ټانکونو لاندې کړل، اسلامي او افغاني ارزښتونو سپکاوی يې وکړ، په جوماتونو، ودونو او جنازو باندې يې بمباری وکړه، خو افغاني لاسپوڅو او تالي څټو يې نه يوازې دا چې دغه وحشیانه کړنې يې ونه غندلې، بلکې ځينو خپل صليبی بادار نور هم تشويق کولو، يو يې ویل چې دا بمونه واړه دي لږ غټ پرې راواچوئ، او بل به يې رسنيو ته ویل چې امریکایان حق لري، په افغانستان یرغل وکړي او شريک دښمن وځپي.

د دغو لاسپوڅو له مخکښانو څخه یو هم کرزی او بل عبد الحق ؤ، چې د افغانستان په پاک حريم باندې د صليبي یرغلګرو د بريد سره هممهاله په امريکایي چورلکو کې هیواد ته راوستل شول. عبد الحق د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکې څخه د راکوزېدلو سره سم د طالبانو لخوا ونيول شو، او د هيواد پلورنې په جرم په سزا ورسول شو. او کرزی چې لوی کندهار کې له امريکایی الوتکې کوز شو، او د ارزګان په ولایت کې د یو امریکایی جاسوس قومندان په کور کې له طالبانو څخه په ځان ژغورلو بریالی شو.

کرزی چې تقريبا دولس کاله يې د صليبي يرغلګرو په خدمت کې داسې ريکاټ مات کړ چې له شاشجاع يې ورواړوله، او د ببرک کارمل تګلاره يې خپله کړه.

نو که څه هم د کرزي او ببرک ترمنځ دومره توپير وه، چې ببرک کارمل په روسي ټانګونو سپور افغانستان ته راوستول شو، او له روسيې څخه په هیواد مسلط شو، او کرزی په امریکایی الوتکو کې راوستل شو، او د بڼ د امریکايي غوڼدې څخه په افغانانو وتپل شو. خو یو بل توپير هم لري، هغه دا چې ببرک کارمل به د خپلو بادارانو په دوستۍ کې دومره افراط کاوه، چې د هيچا پروا يې نه درلوده او د کرزي په شان د خلکو په تېر ایستلو او غولولو باندې نه پوهېده.

خو کرزی چې کله د امريکا لخوا په کابل کې د واک په ګدۍ کښېنول شو، نو له پيله يې داسې خبرې کولې چې ظاهرا پرې بې تجربې او ساده خلک غولېدلی شول، د بېلګې په ډول کله چې کرزی د اشغال په لومړيو کلونو کې له رباني څخه د واک تسليمولو په نوم جرګه کې خبرې کولې نو له خبرو به يې خلکو ته په ذهن کې داسې ورتلل چې ګواګې کرزی به د هيواد د خپلواکۍ او ازادۍ په لور ګام پورته کړي، او د پرديو له اسارته به ځان او هيواد وژغوري، هغه دا چې ويل به يې، چې زما لومړی کار به دا وي چې افغانان د امریکایانو له زندانو څخه راخلاص کړم او د هيواد په ګټه به تګلاره غوره کړم، بهرنيان به نه پرېږدم چې خپلسري عملیات وکړي، خو بيا چې وروسته د خلکو په کورونو باندې د شپې چاپې زياتې شوې نو کرزې به یوه دړکه وکړه، چې نور دا ډول چاپې نشم زغملی. له دې دړکو سره به بیا هم امریکایانو په وحشت لاس پورې کړ، نو کرزي به بیا هم د تلويزون په پرده راښکاره شو، له سترګو به يې اوښکې تويولې او د خلکو د تېر ایستلو لپاره به يې کله د تحقیقاتو امر وکړ، چې پايلې تراوسه نه دي اعلان شوي، او کله به يې له غمځپلې کورنۍ سره د يو څو افغانيو مرسته کولو سره خبره سړه کړه.

نو همدا لامل ؤ چې د کرزي چل او دوکې سره خلک يو څه اشنا شول، نه يې په ژړا غولېدل او نه يې په خندا، هره وعده به يې چې کوله خلکو به د تېرو تجربو په اساس په ډېر باور سره ويل چې کرزي تل ښکرور درواغ ويلي، په دې خبره کې هم رښتينی نه دی.

لنډه دا چې له هاغې ورځې چې کرزي د کابل ادارې مشري ترلاسه کړې، تراوسه يې داسې کار  يا خبره نه وه کړې چې د پردیو له غلامۍ څخه د ځان خلاصولو يا د هيواد د خپلواکۍ په لور ګام اخستل وبلل شي، یا کم ترکمه په خپلو خبرو کې رښتينی وبلل شي.

خو په دې وروستيو کې چې د همده لخوا امریکایانو سره د امنيتي تړون لاسليک کولو په تړاو کومه په اصطلاح جرګه چې جوړه شوې وه، په هغې کې يې د امنيتي تړون لاسليک کول وځنډول، او دغه ځنډول زياترو افغانانو په نه لاسليک کولو سره تعبير کړل، نو که څه هم  د اشغال ځينو ملاتړو او جاسوسانو يې سخت مخالفت وکړ، خو د هيواد د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتونکي مقاومت (طالبانو) لخوا وستايل شو او د ملي ګټو او خپلواکۍ پر لور او دې ته ورته لازمې تګلارې هيله يې ترې څرګنده کړه او خپل دغه دريځ باندې يې ټينګښت ته وهڅاوه.

کرزي دغه تړون په مشروط ډول رد کړ چې په هيواد کې سوله نه وي راغلي د خلکو په کورونو چاپې نه وي بندي شوي او د جنګ ټغر په بشپړ ډول نه وي ټول شوی نو امنيتي تړون به لاسليک نه کړي.

نو که چېرې د کرزي لخوا د امنيتي تړون ځنډول په حقیقت کې دغه تړون سره د مخالفت پر اساس وي، حقيقت يې درک کړی وي، په خپلو پخوانيو کړونو پښیمانه وي او ملي خیانت څخه د جبرانې په موخه وي. باید د اشغال پاې ته د رسولو په برخه کې رښتينې کوټلي ګامونه واخلي، ځکه کله چې اشغال پای ته ورسېږی، يرغلګر له هيواده ووځي، نو په هيواد کې به د ريښتينې سولې وړانګې ډېر ژر خپرې شي، هغه دا چې طالبانو له پيله، ډېر کرتې رسنيو ته په ډاګه کړې وه چې د يرغلګرو په شتون کې د کابل لاسپوڅې ادارې سره خبرو ته تيار نه يو. که چېرې صليبي يرغلګر له هيواده پښې سپکې کړي، نو د طالبانو شرط به هم پوره شي، او د بين الافغاني تفاهم او کرکيچ حل کولو مهم چانس به ترلاسه شي.

اوس په داسې حال کې چې امريکایانو او ناټو کرزي ته خبرداری ورکړی، چې که امنيتي تړون لاسليک نه کړی شي، نو له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه وباسي، نو کرزي ته یو ستر تاريخي چانس په لاس ورغلی، که ترې کار واخلي، او خپل وروستی د ستاينې وړ دريځ لا زيات غښتلی کړی، له خپلې خبرې تېر نه شي، نو په دې سره به له یوې خوا په افغان ولس کې خپل بايللی اعتماد بېرته ترلاسه کړي، او له بلې خوا به په راتلونکې تاریخ کې د لاسپوڅو او وطن پلورونکو له لیست څخه وايستل شي، هم به يې دنیا ښه شي او هم اخرت.
په پای کې زه د يو افغان په حيث کرزي ته مشوره ورکوم، که چېرې په خپل وروستي دريځ کې رښيتنی یې نو اوس هم سر ورخ دی، ځان ورته ټينګ کړه او په خپل وروستي دريځ کلک شه، او د خپل نوم او حيثیت ګټلو دغه زرين چانس له لاسه مه ورکوه، پرېږده چې بهرني ځواکونه ووځي، ترڅو هيواد د سولې او سوکالۍ څخه برخمن شي.

ځکه تراوسه چې افغانستان کومو ستونزو سره مخ دی، ستر لامل يې د بهرنيو ځواکونو شتون دی، چې همدوی د افغانانو ترمنځ تل اوبه خړي کول غواړي ترڅو پکې خپل ماهیان ونیسي، او نه غواړي افغانان خپلمنځيی جوړجاړي ته ورسېږي، ترڅو په یو بل باور وکړي او په خپل منځ کې سره کښيني او دغه فضا یوازې د امریکایانو او ناټو په وتلو سره راتلی شي.

فاروق افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x