کور پاڼه / ټکنالوژي / فیس بوک د اسرائیلو په لومو کې
zuckerberg-israel-palestine-facebook-mondoweiss

فیس بوک د اسرائیلو په لومو کې

حسن زوی

د ټولنیزو اړیکو مشهوره ویب پاڼه فیس بوک هم د اسرائیلو د لاس آله وګړځېده او له دې وروسته به د ټولو هغو فلسطیني ځوانانو ادرسونه اسرائیلي دولت ته ورکوي چې د مظلومو فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د روانو ظلمونو نه نړۍ خبروي.

اوس د فيس بوک له لورې اسرائیلو ته د ورکړل شوو معلوماتو له مخې اسرائیلي امنیتي ادارې هغه ټول فلسطیني سړي او مېرمنې نېسي چې د اسرائیلو د ظلمونو په اړه یې معلومات خپاره کړي او نړۍ یې ترې خبره کړي وي چې په دې لړ کې په همدې تازه ورځو کې ۱۸۵ نر او ښځینه ځوانان نیول شوي او اسرئیلي زندانونو ته وړل شوي دي.

د فلسطین د اطلاعاتو مرکزي ادارې ویلي دي چې اسرائیلي فوځیان او نورې امنیتي ادارې د ټولو هغو فلسطیني ځوانانو د نیولو لپاره پلان جوړوي چې فیس بوک کاروي.

(( یعوووت اهرونوت )) نومې اسرائیلي جریدې لیکلي دي چې د اسرائیلو د فوځ یوه ځانګه د ټولنیزو اړیکو ټولې ویب پاڼې په ټولیزه توګه او فیس بوک په ځانګړي ډول له نېږدې څاري او د اسرائیلو د ټولو مخالفو ځوانانو ادرسونه په نښه کوي اوبیا داسې ځوانان نیسي او زندانونو ته یې وړي.

د فلسطین د اطلاعاتو وزارت وایې چې د اسرائیلې دولت له لورې د زندانونو د مسئولینو په نوم په یو تازه جارې شوي فرمان کې راغلي دي چې یو فلسطیني ځوان دې هم تر هغې له زندان نه، نه پرېښودل کېږي ترڅو چې ترې د فیس بوک د نه کارولو قسم خط نه وي اخستل شوی.

د مشهورې برتانوۍ جریدې ګارډین سره په مرکه کې اسرائیلي وزیر ګیلاد ایردان منلی ده چې امریکا ته د تللي اسرائیلي دولتي پلاوي او فیس بوک ادارې ترمنځ د کامیابو مذاکراتو په نتیجه کې د دې ادارې یو پلاوی اسرائیلو ته راروان دی ترڅو د اسرائیلو او د دې پلاوي ترمنځ دلته دا تړون رامنځته شي چې فیس بوک به ټول د اسرائیلو ضد فلسطینیانو ادرسونه بندوي.

هارټز نومې اسرائیلې جریدې منلې ده چې فیس بوک د تړون د رامنځته کېدو د مخه لا اسرائیلو ته ټول هغه ځوانان ور په ګوته کوي چې د اسرائیلو ضد مواد خپروي؛ په دې کار سره اسرائیلو ته د هغو ټولو فلسطینیانو نیول او زندانونو ته بوتلل اسان شوي دي کوم چې د فیس بوک له لارې د اسرائیلو د ظلمونو نه نړیوال خبروي.

یروشلم پوسټ نومي د اسرائیلو یوې جریدې کې عامربین ربي نومې یو یهودي ځوان اعتراف کړی دی چې د دې کال په پیل کې د اسرائیلو د دولت او فیس بوک ادارې ترمنځ یو پټ تړون شوی و؛ په دې تړون کې د فیس بوک ادارې منلې ده چې د فیس بوک له لارې د اسرائیلو پرضد کرکه خپرېږي او فلسطینیان په دې بریالي شوي دي چې اسرائیل نړۍ ته یو قاتل او غاصب هېواد معرفي کړي نو ځکه پدې اتفاق رامنځته شو چې د اسرائیلو شتون ته د خطرونو رامنځته کونکو ټولو فلسطینیانو ادرسونه باید بند کړی شي.

نامتو فلسطیني جورنالست اعصام الحق وایې چې فلسطیني ځوانان خو یواځې د خپل ټاټوبي په اړه تبصرې د یو بل سره شریکوي او د هماغه ظلمونو عکسونه او ویډیوګانې فیس بک ته پورته کوي کوم ظلمونه چې اسرائیلي عسکرو کړي وي.
که دا ظلمونه دومره ستر وي چې پرې د اسرائیلو شتون ته خطرونه راپیدا کېږي نو باید چې اسرائیل دا ستر ظلمونه بند کړي؛ فلسطیني ځوانان به خپل کار روان ساتي، افسوس د فیس بوک ادارې پرحال چې خپله بې طرفي یې ونه ساتلای شوه او د اسرائیلو په طرفدارۍ یې د اسرائیلو په ټولو ظلمونو او وحشتونو کې ځانونه شریک کړل.

د فلسطین د اطلاعاتو د مرکزي ادارې له لورې په خپورشوي تازه راپور کې راغلي دي چې د اسرائیلو د امنیتې ادارو غړي زندانونو ته ورځي او په قتل او د قتل اقدام کې له تورنو تنانو پرته ټولو فلسطیني زندانیانو ته وایې چې تر هغې به نه پرېښودل کېږي ترڅو یې په قسم خط کې نه وي منلې چې له دې وروسته به فیس بک نه کاروي.

((فلسطین سټدي سنټر )) نومې مرکز نه په خپور شوي یو تازه راپور کې راغلي دي چې په یوې اونۍ کې د زرو نه د زیاتو فلسطیني ځوانانو نه په اسرائیلي زندانانو کې د فیس بوک د نه کارولو قسم لیکونه اخستل شوي او له زندانانو خوشي شوي دي او کومو فلسطیني ځوانانو چې د قسم لیکونو له ورکولو انکار کړی هغوی بېرته توقیف خانو ته استول شوي دي.

القدس نومې عربي جریدې په خپل یو تازه راپور کې لیکلي دي چې د فیس بوک اداره هم د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د دولت سره یو ځای شوې ده او د ازاد فلسطیني دولت د دوه سوه زرو نه زیاتو طرفدارانو ادرسونه یې بند کړیدي.

د امریکا مشهورې جریدې سان فرانسکو کرونیکا کې راغلي دي چې د اسرائیلو جاسوسې شبکې شن بیت له لورې په یو پټ راپور کې راغلي دي چې که د اسرائیلو پرضد د فلسطینیانو د فیس بوک د کارولو مخنیوی ونه شي نو په ټولې نړۍ کې عموماً او په ځانګړي ډول اروپا کې به د ازاد فلسطیني دولت د جوړیدو طرفداران زیات او اسرائیل به لا ډېر بدنام شي.

په دې اړه د اسرائیلو لومړي وزیر بن یامین نتن یاهو د خپلې کابینې سره د مجلس نه پس د دولت دوه وزیران امریکا ته واستول چې هورې یې په مینلوپارک کې د فیس بوک مرکزي دفتر کې د دې ادارې له مشرانو سره خصوصي ناسته وکړه؛ د دې ادارې نه یې د ټولو فلسطینیي مسلمانانو د ادرسونو د بندولو غوښتنه وکړه؛ د فیس بوک ادارې د دوئ دا غوښتنه ومنله او ورته یې د هر ډول مرستې وعده ورکړه.

د یادولو وړ ده چې د فیس بوک باني مارک زوکر برګ یهودي دی او د اسرائیلو سره یې تل خپله خواخوږي ښکاره کړې ده.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ