شعـــــرونه

غزل/ حسن خان احسان

حسن خان احسان

څومره چې پرتا دې له دې زیات را باندې ګران دي

زما زړونه، زما ساه زما ملګري زما یاران دي

سره ګران یو، سره پالو ملګرتیا کوو نازونه
ټول د یو او بل په زړونو کښې ودان دي
نعیمي که غضري که صمیم یار دی
د رنځور زړګي پټۍ تړې د مینې ډاکتران  دي
ګران “شاکر ” او ګران “ریحان ” ته دعا ګو یم
ارمانونه یي پوره شه خدایه ځکه چې ځوانان دي
د سندرو امیلونه را په غاړه کړي په مینه
څه مینه په خواږه ژبه یي وایي شاعران دي
دا احسان به یې “احسان ” تل پر اوږو وړم
په سختۍ او خوشحالۍ راسره ګډ دي اشنایان دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x