دیني، سیرت او تاریخ

رښتيا ويل، رښتونی اوسیدل

د نبوي احاديثو د درس لړۍ:
نوي موضوع: رښتيا ويل، رښتونی اوسیدل، ۵۴ درس:
—————
: عن ابن مسعود رضي الله عنه ، عن النَّبيّ صلی الهذ عليه وسلم ، قَالَ : (( إنَّ الصِّدقَ يَهْدِي إِلَى البرِّ ، وإنَّ البر يَهدِي إِلَى الجَنَّةِ ، وإنَّ الرَّجُلَ لَيَصدُقُ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللهِ صِدِّيقاً . وَإِنَّ الكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الفُجُورِ ، وَإِنَّ الفُجُورَ يَهدِي إِلَى النَّارِ ، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكتَبَ عِنْدَ الله كَذَّاباً )) مُتَّفَقٌ عَلَيهِ

ژباړه: حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: په ټينګار سره رښتيا ويل د نيکۍ،خير ښيګڼې خوا ته لارښوونه کوي او نيکي بيا جنت ته لارښوونه کوي. يو سړی تر هغو پورې رښتيا وايي تر څو د لوی خدای جل جلاله په کتاب کې د صديق يا ريښتونه په نامه سره وليکل شي.
درواغ ويل بيا د فسق او بې حيايي خوا ته لارښوونه کوي او بې حيايي د اور (دوزخ) په لوري لارښوونه کوي. يو سړی پرله پسې درواغ وايي تر دې چې د لوی خدای جل جلاله له لوري د دروغژن په نامه وليکل شي.

تشريح: په پورته نبوي حديث کې د ريښتونولۍ او ريښتيا ويلو ارزښت او د هغو دنيوي او اُخروي ګتې او همدا راز د درواغو ويلو مفاسد،بدي او د هغو دُنیوي او اُخروي تاوانونه په ګوته شويدي.

د نبوي حديث له مخې هغه څوک چې په خپل ټولنيز ژوند کې ريښتیا وايي، لوی خدای جل جلاله د همدغو ريښتياؤ پر مټ هغه ته د نورو ښيګڼو توفيق هم ورکوي تر دې چې له ځان سره یې د صديقينو يا ريښتونو خلکو په ډله کې ليکي او جنّت ورته واجبوي.
همدا راز درواغ دي چې که د حديث له مخې څوک په خپل ټولنيز ژوند کې په پرله پسې ډول درواغ ووايي، نو لوی خدای جل جلاله ترې د حقې لارې هدايت سلب کړي، او تر څو چې درواغ وايي، تر هغو پوري د نيکيو توفيق هم نه ورکوي، په دې ډول يې نوم له ځانه سره د دروغژنو يا کذّابينو په ډله کې وليکي او جهنّم ورته واجب وکړي.

که پام وکړو، ريښتيا ويل ډير آسانه کار دی او درواغ ويل ډيز سخت او ستونزمن کار دی، ځکه د ريښتياؤ د سپيناوي او زباتولو لپاره ډيرو منډو ترپو ته اړتيا نه وي او ريښتيا ويونکی کس تل پر خپلو خبرو ډاډه وي، خو درواغ بيا دومره بيکاره شی دی چې د يوه درواغ د ريښتيا ثابتولو لپاره انسان اړ دی چې سل نور درواغ ووايي، خو ښکاره ده چې هغه سل نوري خبرې هم درواغ وي او درواغ هيڅکله هم پټ نه پاتې کيږي او بالآخره بربنډيږي او دروغژن رسوا کيږي.

لوی خدای جل جلاله دې موږ او تاسې ټولو ته د ريښتيا ويلو توفيق راکړي، او د صديقينو په ډله کې مو دي حساب کړي، الله جل جلاله مو دې د ژوند په هر ګام له درواغ ويلو وساتي. اللهم آمين يا رب العالمين.

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x