کور پاڼه / ټولنیزه برخه / وعده/ محمد علي عمري
شاعر: محمد علي عمري
شاعر: محمد علي عمري

وعده/ محمد علي عمري

محمدعلي عمري
يو باچا دژمي په سړه شپه کې  له خپلې ماڼۍ څخه راووت. کوم وخت چي بيرته خپلې ماڼۍ ته ورتلو. يوسپین ږيری ساتونکی
یې وليدو چي په يوه کمزوري لباس کې یې پیره کوله،
باچا ورته وويل آیا يخ دې نه کيږي. سپین ږیري پیره دار ورته وويل .ولې نه،
 ليکن ګرم لباس نه لرم  مجبوره يم چي پرخپل ځان برداشت راوړم. باچا ورته وويل چي زه همدا اوس خپل قصر ته ورځم. او زما يو ګرم لباس به تاته راواستوم. سپین ږیری پیره دار ډيرخوشحاله شو او له باچا څخه یې مننه وکړه.ليکن باچا سي خپل محل ته ورداخل شو کړې وعده یې هېره کړله.کله چي سهارشو ده يخ وهلي سپین ږيری مړجسد یې دقصر وڅنګ وموندل شو. له څنګ
سره یې يوه ټوټه کاغذ پروت وو داسي باندې لیکل شوي وو.
اې باچا ما هره شپه له دې خپل کمزوري لباس سره تحمل او صبر کاوو ليکن ستا دوعدې ګرم لباس زه  له پښو واچولم


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ