کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د دانش کرکیټي سیاست
pakistan-cricket-stars-in-afghanistan

د دانش کرکیټي سیاست

محمدرحیم سکندر

په دې اړه نورې لیکنې هم شته، چې ځینې خلککرکټ له سیاسته جلا ګڼي او ځینې یې لازم او ملزوم.

سږ کال چې د شپږیزې سیالیو لپاره د بهرنیو لوبغاړو د اخیستلو اوازې خپرې شوې، نو اول به هر چا ویل چې دا خوب مو اوبو ته وښيئ او هیڅ امکان نه لري!

په هر صورت بهرني لوبغاړي راغلل او د شپږو پر ځای نهه ۹ لوبغاړيولوبېدل.

وروسته همدغو د کرکټ بورډ مخالفینو داسې تبلیغات شروع کړل:

۱- دا خو پاکستاني لوبغاړي دي، پاکستان زمونږ دښمن دی، هندوستان یې هم په ای پي ال کې نه لوبوي.

۲- دا خو یې هغه زاړه لوبغاړي راوستل چې پاکستان په کور کېنولي دي.

۳- چا به ویل چې دا به زمونږ لوبغاړي وشرموي، ځکه د دوی کارکردګي به ښه وي او زمونږ به بې کاره.

۱- د اولې اندېښنې په اړه به ووایو، چې د هند په ای پي ال کې اوس هم پاکستانی وسیم اکرم د کلکتې کامیاب روزونکی دی چې ډېر ځله یې د دغو سترو سیالیو اتلولي خپله کړې ده او ستر عزت ورکوي.

شیب اختر په ای پي ال کې کمېنټري هم کوي او په تلویزیونونو کې خپرنې هم پر مخ بیايي، دغهراز په ۲۰۱۱ پنځوس اوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبې ته د دواړو هیوادونو صدراعظمان راغلي وو او د دواړو هیوادونو جوړجاړي ګټه یې ترې اخیسته، په ۲۰۱۶ م شل اوریز جام کې هم د هند او پاکستان تر منځ لوبې ته پاکستانی عمران خان او ځینې نور پخواني لوبغاړي راغلي وو او ښه ونازول شول.

۲- د دوهم انتقاد ځواب: دا د پاکستان هغه لوبغاړي دي چې د کرکټ په نړۍ کې له ستر شهرت برخمن دي، محمد سمیع په تېر شل اوریز نړیوال جام کې ولوبېده، دغه راز په هر تجارتي ټورنمېټ کې اکثره هغه لوبغاړي لوبیږي چې یا خو یې له نړیوالو لوبو سره مخه کړې وي او یا له خپلې لوبډلې کېنول شوي وي.

۳- دریمه اندېښنه مو ورکه شوه، اکثره وخت په ای پي ال کې بهرني لوبغاړي د ټورنمېټ غوره لوبغاړي نومول کیږي، یا یې ویکټې زیاتې اخیستې وي، یا یې منډې زیاتې وي او یا یې د ښو لوبو په کولو سره مینوال زیات وي.

خو الحمدالله د سږنۍ شپږیزه په هره برخه کې افغاني لوبغاړي ښه وځلیدل، زیاتې ویکټې د راشد ارمان وې، ښه بالېنګ د نوین الحق، زیاتې منډې د شهزاد محمدي وې، په یوه لوبه کې زیاتې منډې د شبیر نوري وې، د ټورنمېټ غوره لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل و او بالاخره هر څه زمونږ لوبغاړي وو.

که کرکټ سیاست وي نو هیڅ بهرنی او پاکستانی لوبغاړی په دې لوبو کې زمونږ تر لوبغاړو ښه نه دی ځلیدلی، د ملګري قدرت الله درمان خبره (( دا د کرکټ بورډ لوی سیاست و چې پاکستاني لوبغاړي مونږ ملي سرود ته درولي وو، هند یې چې نشي درولی، دایې ناکام سیاست دی، کرکټ بورډ د نورو غوندې ونه کړل چې بمونه او غلط فکرونه وطن ته راوړي، بلکې لوبغاړي یې راوستل، د نړیوالو او ای سي سي پام یې ځانته راواړولو او څه موده یې د افغانانو فکرونه له ناخوالو لرې وساتل)) .

که کرکټ او سیاست سره لازم او ملزم وي، نو پاکستان زمونږ یو نبي عیسی خیل اخستی و او مونږ د دوی اته ۸ لوبغاړي واخیستل.

سږ کال پاکستان هم pcl ته زمونږ زیات لوبغاړي واخیستل، او که کرکټ او سیاست سره لازم او ملزوم وي؛ وي دې، ځکه زمونږ لوبغاړي ور سره تقویه کیږي او په نوره کرکټي نړۍ کې باور پیدا کوي، دا هم د نسیم دانش کامیاب مدیریت او کرکټي سیاست دی.

د دانش سیاست په بهرنیو لوبغاړو کې د افغانستان په باره کې باور پیدا کړ، چې هیڅ امنیتي او اخلاقيکې مشکل نشته او راتلونکي ته به انشاءالله د زیاتو بهرنیو لوبغاړو په شتون سره د سولې او امن په فضاء کې شپږیزه تر سره شي.

د ځینې خودغرضو اشخاصو پاسنۍ اندېښنې هیڅ مقصد نه وې، یوازې دا نیت کمي یې څرګنده کړه، چې د نسیم الله دانش په مشري کې ولې کرکټ دومره چټک تګ وکړي؟ ولې د دانش په مشري کې په اول ځل شپږیزې ته بهرني لوبغاړي راشي؟ او ولې د نسیم دانش کامیاب مدیریت وستایل شي.

نن سبا مونږ په هر څه کې هند مثال ورکوو، خو دېته مو پام نه دی چې هند هم والله که د خدای ج لپاره له مونږ سره مرسته نه کوي، دا (نیاباتي جګړه) ده، دغې بې پوهې سیاست په افغانانو څه ونه کړل. هند او پاکستان په ډېرو برخو کې یو بل ته اوس هم ګټې رسوي او مونږ یو چې د هند په یوه ناچیزه مرسته په دې کمزوري حالت کې د سوپر طاقت دعوې کوو او د پردیو په لمسون له تېرو تجربو ګټه نه اخلو.

همدغه د چرګ لکۍ سیاسین به سبا بیا سره جوړ وي، خو په منځ کې به یې خوار ولس د سون موادو په څېر سوځي.

مونږ باید په دې حالت شکر وباسو چې په داسې جنګجو هیواد کې، په داسې حالت کې چې په اکثره ولایاتو کې اوس هم شدید جنګ روان دی او مونږ بهرني او نړیوال لوبغاړي د امن فضاء کې د کابل په هر واټ کې ګرځوو، په سوله او ډاډ سره یې میلمه پالنه کوو.
اوس که کرکټ سیاست وي هم، وي دې او که له سیاسته یې جلا بولو هم، خو کرکټ بورډ د سږنۍ شپږیزې په تر سره کولو سره په دواړو برخو کې کرکټ پوهانو او ولس ته کره قناعت ورکړ.

زمونږ سیاسین چې مکر او فریب وړاندې کوي نو خوار ولس باید دا ټپه له ځانه سره ووايي:

خانان به بیا سره خانان شي

په کې به توی شي د رامبېل چامبېل ګلونه
ژوندی دې وي د افغانستان کرکټ بورډ



یادونه: په نن ټکی آسیا کې نشر شوي لیکني، شعرونه، او نور مطالب د لیکوال نظر څرګندوي، د نن ټکی آسیا توافق ورسره شرط نه دی.
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ