ghazal

غزل/عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

مینه یې ښکلـې ناز یې ښکلی او جانان ښکلـــی دی
دلته رادرومـــی یو ســـړی دی په ایمان ښکلــی دی

دا به رښتیا وي که دروغ وي یــــو چا داســــې ویل
له جنت وروسته زمونږ ګران افغانستان ښکلـی دی

ستا په نامه ستا په ادا اوستا په ســـر مـــــې قسم
چې چا لیدلـــی یې په خدای هغه انسان ښکلی دی

دا چې خپل ځان په اور ســــوځمه او زره زره شم
لیونــــــی نیم دنیاوالـــو زمــا ارمــــــان ښکلی دی

سترګــې یې پټې کړې مسکۍ شوه بیا داسې وویل
ستا تـورې سترګې او زما دا سور پيزوان ښکلی دی

کلي ته راشي ډکې سترګې بیرته لاړ شي ریحان
څوک چې پرې ګران وو په هغه اوس قبرستان ښکلی دی

عبدالله ریحان



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ