د نن سرلیکنه

د افغاني قضیې تر ټولو تاریخ سازې شیبې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: په  بروکسل کې د ناټو تړون  د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې تر ټولو مهمه  موضوع  د کابل او  واشنګټن ترمنځ  د امنیتي تړون  لاسلیکول وه .

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې  چې د ناټو سازمان ترڅنګ دایساف غړي هیوادونو  هم ګډون  درلودیوه بشپړه ورځ یې د کابل او واشنګټن ترمنځ  د په اصطلاح امنیتي تړون  موضوع  ته  ځانګړې شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري  بروکسل ته تر روانیدو له مخه  خبریالانو ته  وویل : زه  د دې لپاره د بروکسل په  غونډه کې  ګډون  کوم چې افغاني لوری  له امریکاسره  د امنیتي تړون  لاسلیکولو ته قانع  کړم.

د غونډې  په پیل کې  هم  دجان کیري اوهم  دراسموسن  تر ټولو ډیر تر کیز  د کابل او واشنګټن ترمنځ  د امنیتي تړون  په ژر لاسلیکولو وه.

د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې جان کیري او راسموسن  د امنیتي تړون  په اړه  دومره  لیواله  دي  چې  په یاده غونډه کې  د کابل تر استازیو  دوئ زیات  د نوموړي  تړون  په لاسلیکولو ټینګار  درلود.

تردې چې  هغوئ  دواړه  په دې نظر ول  چې که  کرزي  د یاد تړون  له لاسلیکولو  ډډه کوي  نو د هغه  دکابینې هر غړی کولای شي  هغه لاسلیک کړي ، ماناداچې  دامریکایانو ترحمایت لاندې اداره کې  د صلاحیتونو اصلي واک  هم  خپله له امریکایانو سره دی، او چې هرچاته  دهغه  د سپارلو تفویض وکړي بس هماغه  دقانوني صلاحیت مرجع ګڼل کیږي .

د کابل او واشنګټن ترمنځ  د په اصطلاح امنیتي تړون موضوع  د امریکایانو لپاره دومره ارزښت پیداکړې چې تقریبا له  تیرو دو میاشتو راهیسې یې خپله ټوله دیپلوماتیکه تو جه  دهغه لوري ته ګرځولې.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري رانیولې د اوباما تر امنیتي سلاکارې میرمن رایس او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ترځانګړی استازی “جیمز ډوبنز” پوري ټولو د واشنګټن او کابل ترمنځ هوايي پل جوړ کړی او هره ورځ یو نه یو د ارګ چار واکو ته د امنیتي تړون فضائل تشریحوي .

هغوئ  له خپله لوري وايي چې له امریکاسره امنیتي تړون د افغانانو دژوندي پاتي کیدولو یواځینی تضمین دی ، که دغه تړون لاسلیک نشي نو په افغانستان به ټولې امریکايي مرستې بندې ، ټول امریکايي پوځونه به تري په شا او له ټولې بهرني نړۍ سره به یې هرډول اقتصادي روابط منقطع شي .

له بلې خو تر اوسه پوري داسې ښکاري چې ارګ ناستې هم د حقیقت په درک کولوسره اوس په دې پوه شوي  او نه غواړي چې نور د تل لپاره د امریکایانو په دستور د خپل هیواد او ولس په خلاف استعمال شي ، هغوئ د دغه حقیقیت په درک کولو سره په خپل موقف ټینګار لري او تراوسه پوري د په اصطلاح امنیتي تړون له  غیر مشروط لاسلیک کولو څخه ځان ساتي .

د دې ترڅنګ په تیرو دولسوکلونوکې دا لومړی ځل دی چې له امریکایانو سره  دیوې موضوع  (امنیتي تړون)  په  سرهم  دمقاومت لوری (طالبان) او هم  د کابل اداره  په یوه  واحد دریځ توافق نظر لري   او  دواړه لوري  هغه  (امنیتي تړون)  د هیواد او اولس په تاوان بولي .

په دې سره ویلای شو چې  دغه حساسې شیبې د افغاني قضیې  ترټولو تاریخې او پریکنده لحظې دي چې هم  ورکې  د افغانستان   د نجات او هم خدای مکړه دهغه  د نهايي تباهي  پریکړې متوقعې دي .

الله تعالی دې وکړې چې  په غو حساسو او تاریخي شیبوکې  د افغاني قضیې د ټولو ښکلیو لوریو په  زړونو او فکرونوکې هغه  څه ور  واچوي چې هغه  په دیني او دنیوي لحاظ  د افغانستان د ځوریدلي او مسلمان ولس  په خیر وي .

امین

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x