madina

بختور/ سيد الهام

سيد الهام

نه وایم چاته بختور یمه زه
پخلا کوي مي مرور یمه زه

مینه سور اور ده بیا هم مینه کوم
ځکه د چا د زړګي سریمه زه

د پاکې میني برکت یې دی والله
توره دنیا کي منور یمه زه

څومره مزه کړي چي ترې داسي واورم
ته مي دلبر یې ستا دلبر یمه زه

مرګیه رب ج خو دي ژر مه را وله
لکه څادر د چا پر سر یمه زه

الهامه ګڼ شمیر غمازان وګوره
بیا وایه څومره دلاور یمه زه

2016/10/18



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ