کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کابل: افغان عسکر پنځه امریکايانو ته مرګ ژوبله واړوله
blue on green (4)

کابل: افغان عسکر پنځه امریکايانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه ، تلې ۲۸مه ۱۳۹۵ل): په کابل کې د امریکايانو قرارګاه ته نیژدې د ملي اردو عسکر په ډزو کې ۲ تنه امریکایان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د قوماندي مرکز څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، دوه امریکایان هغه وخت ووژل شول کله چې د ملي اردو په یونیفارم کې یوه کس پر دوی مخامخ ډزي وکړې.

د خبرپاڼي سره سم د پيښي قرباني امریکایان دغه مهال خپل د معمول په دنده بوخت وه چې له یادي پيښي سره مخ شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو کې یو امریکايي عسکر دی او بل امریکايي ملکي قراردادي دی، همداسي په ټپيانو کې یو امریکايي عسکر او دوه امریکايي نظامي قراردادیان دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري امریکايي رسنیو ته ویلي چې دغه برید یو نفوذي برید وو، د ملي اردو عسکر په داسي حال کې چې پوځي جامې يې په تن وې، پر امریکایانو ډزي وکړې او په ځوابي ډزي کې بریدګر هم ووژل شو.

نوموړي ویلي چې پيښه د کابل په اوهمه ناحیه کې را منځته شوه.

په افغانستان کې د امریکايي پوځ عمومي قومندان جنرال نیکولسن ویلي « هر وخت چې مونږ یو عسکر له لاسه ورکړو، ډېر زیات درد احساسوو، مونږ د وژل شویو امریکایانو د کورنیو او دوستانو سره په غم ځان شریک بولو».

نوموړي په خپل غبرګون کې زیاته کړې: هغه خلک چې پر امریکايي عسکرو او همکارانو یې بریدونه کوي، په دې خبره دي ځان پوهه کړي چې مونږ به بیا هم د افغان عسکرو روزنه او همکاري جاري ساتو.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ