افغانستان

بلقيس روشن: د دنیا تر ټولو فاسد خلک پر افغانستان واکمن دي!

د افغانستان د مشرانو جرګې غړې، آغلې بلقيس روشن نن د روڼتیا د نړیوال سازمان د کلني د راپور په تړاو، چې افغانستان په کې بیا د تېر کال په څېر د نړۍ تر ټولو فاسد نظام وګڼل شو، وویل، چې د نړۍ تر ټولو فاسد خلک پر افغانستان واکمن دي.
دې سناتورې وویل، چې خلک دې نور د دوی په نامه نه غولېږي.

آغلې بلقيس د کرزي او فهیم وروڼه په فساد ککړ وبلل. دې وویل، که په دې تمه واوسو چې دا واکمن چارواکي به اصلاح شي، دا تېروتنه ده.

له امریکايي تړون سره دغې مخالفې سناتورې وویل، چې موږ له بهرنیو پرته هم ژوند کولای شي، باید افغانان د واکمنو چارواکو پر ضد پاڅون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x