کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / زرمت: د ملي اردو قومندان د غیر اخلاقي کړنې له امله ټول ښوونځي وتړل شول
schools-afghan

زرمت: د ملي اردو قومندان د غیر اخلاقي کړنې له امله ټول ښوونځي وتړل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، تلې ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۶۰ بابه ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول چې د افغان ځانګړو ځواکونو (سپېشل فورس) یو قومندان د ښوونځي په انګړ کې له یو تن زده کوونکي څخه په زور جامې وایستلي.

دا پېښه وړمه ورځ د یادې ولسوالۍ د باتور په لیسه کې رامینځته شوې ده.

د ښوونځي یو تن ښوونکي نن ټکی اسیا ته ویلي چې د افغان ځانګړو ځواکونو یو تن قومندان عارف الله چې په سید عارف شهرت لري، ښوونځي ته ورغی او یو زده کوونکی یې له ټولګي څخه رابهر کړ او په وهلو او ډبولو یې له جامو څخه بربنډ کړ.

نوموړي زیاته کړې چې قومندان سید عارف د زده کوونکي له بربنډولو وروسته له هغه څخه عکسونه هم واخیستل. دغه راز یې په هغو خلکو ډزې کړي چې د زده کوونکي د ژغورلو هڅه یې کوله چې له کبله یې ګڼ نور زده کوونکي ټپیان شوي دي.

ویل کیږي چې نوموړي قومندان له زده کوونکي څخه غیر اخلاقي غوښتنې لرلې، خو د زده کوونکي د مخالفت له کبله قومندان ښوونځي ته ورغی او له طالبانو سره د اړیکو تور یې له ټولګي څخه رابهر کړ.

له سیمې څخه تازه رارسیدلي راپورونه وايي چې په زرمت ولسوالۍ کې ولسي خلکو د اعتراض په دود ټول ښوونځي تړلي او ګواښ یې کړی چې تر څو تورونو کسانو ته سزا نه وي ورکړل شوي دغه ښوونځي به تړلي پاتې وي.

د پکتیا د پوهنې رئیس لقمان حکیم حکیمي هم تایید کړې چې د افغان ځواکونو د قومندان سید عارف د غیر اخلاقي کړنې په غبرګون کې د زرمت ولسوالۍ ۶۰ ښوونځي تړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د غیر اخلاقي کړنو له امله ولسي خلکو ته د ازار او اذیت راپورونه رسنیز کیږي. تر دې وړاندې لسګونه ځله ولسي خلکو شکایتونه کړي چې دولتي ځواکونه له نږدې کلیو څخه هلکان په زور له ځانو سره پوستې ته وړي. دغه راز د دولتي ځواکونو لخوا ښځو او نجونو ته په زور د بدلمنۍ وراړولو راپورونه هم ورکړل شوي.

تر اوسه مرکزي حکومت په زرمت ولسوالۍ کې د یادې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.



د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ