شعـــــرونه

سپوږمۍ ته!!/ امين وردګ

 امين وردګ

د آسمان په قافله کې دا سپين مخ د چا پړکيږي ؟
کله نيمه چې ښکاره شي کله ټوله و ځليږي !
کله شنه شي له خندا نه کله پټه شي ژړيږي !

لکه دا چې زليخا وي په يوسف پسې وتلې
يا شيرينه يا ليلا وي له غمونو تښتېدلې

کله وايم چې خيمه ده د آسمان په شنه سهرا کې
کله وايم نه ډېوه ده چا اخيستې په بديا کې
کله کله فکر وکړم چې ده پرخه په ګيا کې

نه پوهېږم چې دا څوک ده دومره ليرې تښتېدلې
ځورېدلې کړېدلې ژړېدلې دردېدلې

کله وايم چې امير دى پاس يې شمعه بله کړې
يا جونګړه د فقير ده دروازه يې بېرته کړې
يا پانوس دى چا اخيستى شاوخوا يې رڼا کړې

لکه دا چې وي قائقه پدې پاس شنه سمندر کې
يا وي ناوې ملائکه نوراني په اوبه خور کې

ايله پوه شوم چې سپوږمۍ ده نرۍ ملا يې ده تړلې
خواره خپله داسې نيمه وه که بل چا ده خوړلې
يا غمونو ده ځبېښلې يا له ځمکې چا شړلې

سپوږمۍ خورې دلته څه کوې او څله موږه څارې
ولې هره ورځ نارې نه ګورې هره ورځ کوکارې

دلته رنګ له رنګه جوړ دى ډېر بدرنګ پکې اوسيږي
دلته سپين مخونه تور شول تور خو لا پسې توريږي
دلته هر ((امين)) ځوريږي دلته هر عادل کړيږي

هسې ووزه له دې کلي له دې کوره له دې سرايه
هسې نه چې مخ د تور شي ته هم توره شې بې ځايه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x