شعـــــرونه

ددې نړۍ پاکیزه مقام ته ډالۍ!

فتحان حنفي
ته مې د بقا د ژوند هنداره یې
ځي چې تر لقا ته هغه لاره یې

هیڅ دي په وجود کې یو ګړنګ نشته
ټوله سر تر پایه ښه هواره یې

دومره په درنښت دي عزت وموندي
پاکه او سپیڅلې یې نامداره یې

ټول عالم چې ستا عزت او قدر کړي
ته له څو پیړیو پرې سرشاره یې

آدم او ابراهیم دې بنیاد ایښی
هم د محمد د لاس یادګاره یې

تور غلاف دي دومره معتبر دي چې
بس د هر مؤمن د زړه دلداره یې

ستا دیدار ته واړه بختور درځي
ته د سپین لباسو ګل نګاره یې

تږی ددیدار دې دی فتحان شاعر
ته یې د زړګي سکون قراره یې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x