نړۍ

میکسیکو: په میکسیکو سټي ميکسیکو کې له اتومي موادو ډکه یوه لارۍ ورکه شوې

د اتومي انرژي نړیواله اداره وايي چې د “کوبالت۶۰ ټيلي پيتي ” په نوم له خطرناکو اتومي موادو ډکه یوه لارۍ د ټيوجانا شمالي سيمې نه د سټيوریج سنټر ته را روانه وه، چې د نا معلومو غلو لخوا وتښتول شوه. د اتومي انرژي نړیواله اداره وايي، چې کوم وخت چې دغه لارۍ تښتول کيده، تر دغه وخته دغه اتومي مواد محفوظ وو. دميکسیکو پولیسو د یادو غلو په اړه عاجلې پلټنې پیل کړي او رسنیو کې يې هم د هغوی په اړه اعلانونه خپاره کړي دي. د اتومي انرژي نړواله اداره وايي چې غلا شوي مواد په اتم بم کې نه کارول کيږي، ولې په وړو او سیميزه کچه بمونو کې کارول کيدای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x