د نن سرلیکنه

د کابل او طالبانو ترمنځ خبرې د واقعیت او ډنډورې ترمنځ

نن ټکی اسياـ سرليکنه

له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د ملي یووالي حکومت او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرو تر سره کیدو اوازې ډیرې ګرمې دي.

د ملي یووالي حکومت تر اوسه پوري د یادو خبرو رسمي پخلی نه دی کړی ، خو طالبانو د یوې رسمې اعلامیې په خپرولو سره یادې خبرې رد کړي او له حکومت سره یې د هر ډول خبرو په اړه پر خپل پخوانی دریځ ټینګار کړی دی.

که څه هم چې سوله او د سولې په اړه خبرې د افغان ولس اساسي اړتیا او له هغو پرته د زور له لارې د افغاني لانجې ختمول ناشوني دي، خو په سوله ییزو مذاکراتو کې اساسي خبره دا ده چې هغه باید واقعا هم د سولې د ټینګښت لپاره وي نه سیاسي مواقفو ته د رسیدو او امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره.

اوس مهال چې په ټول هیواد کې د طالبانو پوځي فعالیتونو زور اخیستی او د امریکایانو له هر اړخیز حمایت سره سره یې د ګډ حکومت د ځواکونو پوځي او امنیتي وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستلې د سولې د خبرو دغه ډول اوازي هم د امریکایانو او هم د ګډ حکومت لپاره په مقطعي ډول ګټورې ثابتیدای شي.

خو د هیواد د بحراني لانجې د هواري لپاره د سولې جدي او مخلصانه هلو ځلو ته اړتیاده او کومې هڅې چې یواځې د ښکیلیو لورویو د شخصي مصالحو او امتیاز طلبي په خاطر تر سره کیږي په هیڅ ډول د عملي سولې د تحقق لپاره موثرې نشي واقع کیدای.

د بیلګې په توګه د ملي یوالي حکومت او ښاغلي حکمتیار ترمنځ د سولې کومه توافقنامه چې د طرفینو ترمنځ د دغه ډول شخصي مصلحتونو او امتیازغوښتنې په غرض لاسلیک شوه پایله یې ولیدل شوه چې د هیواد پر امنیتي وضعیت يي هیڅ اغیز ونه کړ ؛ بلکې د هغې له لاسلیکیدو سره سم په ټول هیواد کې جګړو او نا امنیو زور واخیست.

اوس هم که د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په رسمي ډول ترسره کیږي د هغو اساسي موخه باید سوله او د جګړې پایته رسول وي نه د سولې په نوم د جګړې تشدید او د امتیازاتو تر لاسه کول.

دا په حکومت او طالبانو پوري اړه لري چې هغوی په رسنیو کې د مذاکراتو په اړه راپورته شوې هنګامه په رسمي ډول تائیدوي او که ردوي خو څه چې تر اوسه پوري په دې اړه نشریږي هغه له یوې تبلیغاتې ډنډورې پرته بل څه نشوای بلل کیدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x