لنډه كيسه: ملګري كه دښمنان؟

afghan_opium0214ليكوال محمدهارون فيضي  ۱۳۹۰-۳-۱۸كابل

محب الله د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې د لرګو د ګنج په سيمه كې اوسېده، د كور سرپرستي ښوونځي ته پرېنښود. ده ته له پلاره د چپلكو او پلاستكي بوټونو دوكان ورپاتې و. مور يې ورته د يوې ښکلې جنۍ په مرکه ستړې وه. هره ورځ له کوره په وتو، سترګې به يې ښکته واچولې او مور ته به يې وويلي: (( ببو، نن خو به بیا ورځې که نه؟))

((هو، تر هغې ورځم چې هغوی هم ستړي کړمه. ))

دمحب الله په كوڅه كې ځيني نور ځوانان هم وه، چې كړه وړه يې ښه نوه او اكثره وخت به د محب الله پر دوكان ناست وه او كله كله به يې د وركو بانډارونه هم كول ،كه څه هم محب الله نه غوښتل خو هغوي به ورته ټينګ سول، چې دهغوي سره په بانډارو كې برخه واخلي ،انډيوالانو يې سګريټ ،نصوار او ځينو يې چرس هم څكول.

د محب الله په يتيمانه او غريبانه ژوند كې، هغه د خوشحالي ورځ وه چې د ګاونډي كور كوچيني انجلي په ځغاسته د ده و دوكان ته راغله او ورته يې وويل ،چې مور دې ستا دستمال راوړي، محب الله دخوشحالي څخه  په كالو كې نه ځايده، او د ډېري خوشحالي څخه يې دوكان دوه ساعته مخكي وتاړه ،او د خندا څخه په ډكه خوله ، په چټكو ګامو د كور په لوري روان سو.

محب الله واده وكړ او دخپلي مور او ميرمني سره يې د خوشحالي ډكي ورځي تېرولې، ملګرو يې د واده په خوشحالي بانډارونه جوړول او يوه ورځ  چې  محب الله  او ملګرو يې په يوه مېله كې ناست وه ،نو يوه ملګري يې د چرسو سګريټ ور مخه ته  كړ او وې ويل .

(( واخله د نامي زو د خپل واده په خوشحالي سره يو دود كش كړه )) كه څه هم محب الله نه غوښتل  خو د ملګرو ټيګار  اړ كړ، چې د چرسو سګريټ وڅكوي ، دې لړۍ څو مياشتي دوام وكړ او محب الله پوخ چرسي سو ،خو خداي يوه بله خوشحالي هم د محب الله ورپه نصيب كړه او يوه ناوكي غوندي لور يې  د ده او د كورنۍ په غېږ كې ور واچوله ،د ده مور او ميرمن د دې ناوكي سره په خوشحالي ژوند كاوه، خو خبر نوه، چې يوه لويه غمېزه هم په مخ كې لري ،هغه داچې محب الله اوس د چرسو سربېره د هيروينو په څكولو هم پيل كړي دي .

يوه ورځ چې محب الله پوره نشه و كور ته راغي، لور چې يې د پنځو كالو سوې وه  د تل په څېر يې په خوشحالي سره د خپل پلار په لوري ور وځغستل، چې په غېږ كې يې ونسي، خو پلار يې دخپلي لور مينه د چرسو او هيروينو په سګريټو كې سوځلې وه، او خپلي لور ته يې تو جه و نه كړه او نه يې دومره توان درلود چې خپله لور په غېږ كې ونيسي،  لور يې ناهيلي سوه او خپلي مورته يې په ژړخوني ږغ وويل ،(( موري آغا ولي ولاړ ؟ زه يې په غېږ كې و نه نيولم ، زه پر آغا ګرانه نه يمه ؟ولي؟ مور!  ولي آغا ما دوكانو ته نه بيايي؟))

محب الله ورځ تر بلي په نشو كې ډوبېدي او دكانداري هم ځيني پاتې وه ،نور يې د كار كولو توان له لاسه وركړي و، مور يې هم چې د خپل يوازني زوي دغه حالت  نور نسواي زغملي، له دې نړۍ څخه په ارمان جن زړه سترګي پټي كړې .

يوه ورځ چې يې لور ډېره ناروغه وه، دى هم په كور كې نه و ،ميرمن  يې  هر څه كورنۍ درمل چې درلوده وريې كړل، خو كوم اثر يې ونه كړ د لور ناروغي يې څو اووني دوام وكړ،  محب الله چې به كله كله كور ته راته ،د كور د خرڅ او درمل لپاره يې پيسي نه درلودې ،يوه ورځ چې يې لور ډېره ناروغه وه، ميرمني يې   د  محب الله څخه   د مرستي  غوښتنه  وكړه ،خو هغه د دنيا څخه ناخبره و ،  ميرمن يې چې د لور درد نسواي زغملي په ژړا او چيغويي پيل وكړ ،تر څو د ګاوند ښځو يې، د مرستي لپاره راغلل خو ډېره ناوخته سوي و، د محب الله د كور ټولي خوشحالي د نشو قرباني سول، ناوكي لور يې دردونه و نه سواي زغملي نو دمرګ فرشتې ته يې ځان وسپاره، محب الله پدې حال كې چې  لور يې په سراي كې پرته وه، د كوره د وتلو په حال كې و، او له ځانه سره يې ويل

((دا خلګ څه وايي ؟ وايي چې زما لور مړه سوې ده ؟ نه نه نده مړه ))

په همدې حال كې له كوره ووت،د ده ميرمن  چې په ورځو ورځو يې  د خپلي لور په درد ورسره خوږمنه وه او هيڅ خوراك ،څښاك يې نه وه كړي ،د كمزوري لكبله بېسده سوه  او سر يې د خپلي لور پر سينه كښېښود ، د ګاوندي ښځو يې سر راپوته كړ او  پر مخ اوبه وپاشلې ،خو ښكارېده چې، دخپلي لور پسې تللې وه، په كوڅه كې نارينه هم ډېر راټول سوي وه ،كله چې خبر سول ، مور او لور دواړو له دې نړۍ نه سترګي پټي كړي ،نو د محب الله په لټه كې سول، چا ويل چې همدا اوس همدلته و ،بل چا بيا وويل چې هغه د بازار خوا ته ولاړ، ټول د محب الله په لټه كې سول ،  خو محب الله له هر څه ناخبره د بازار په كوڅو او سړكونو كې، ببر سر او څېر ګرېوان ګرځېده، د ده ګاونډيانو د ده په پيدا كولو پسې راووتل، هغه شپه يې پيدا نه كړ خو سبا ته ګاونډيانو ته حال راغلي ،چې محب الله  په يوه مامته كې ( د كثافاتو په انبار) پروت دي، كله چې دوي ورغلل او دى يې راپورته كړ، ګوري چې محب الله هم د خپلي كورنۍ سربېره، خپل ځان هم د نشو او د هغه ملګرو  قرباني كړي و او د تل لپاره د محب الله نوم ورك سو .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.