fbpx
Kerry to karzai

له ګرم تعاقبه تر ستراتیژیک تړونه

فکر کوم د ستراتیژیک تړون موضوع تر ټولو ګرمه موضوع ده، له دې ګرمې موضوع سره څو کاله پخوا دامریکایانو یوه ګرمه اصطلاح رایاد شوه چې هغه د ګرم تعاقب ( Succession warm ) اصطلاح وه، امریکایان ګرم تعاقب زموږ تر هیواده را ورسول او زموږ په هیواد کې یې د ګرم تعاقب په اصطلاح سره دسیمې د ډیرو اسلامي هیوادونو آن د اسلام د کلا (! ) لینګي هم وګړبول او د امریکایانو هر امر ته په سجده شول.

هغه د ګرم تعاقب زمریان (؟ ) نن د ستراتیژیک تړون موضوع ته را ورسیدل.

تاسو به وایئ چې په دې ژمې کې به دبخارۍ یا توخانې ارمانجن یې ځکه دې د ګرم ګرم توري ته کش ورکړی، داسې نده اصلاً د کالم بخارۍ هم ګرم ګرم موضوعات غواړي، او زموږ کالم ډیره موده سوړ پروت و. اوله ښه مرغه د کالم منځپانګې ته یوه داسې اصطلاح رامخته شوه چې ګرم توری یې دنوم برخه وه (ګرم تعاقب). راځو مطلب ته.

زما په اند د امریکایانو له ګرم تعاقب نه ستراتیژیک تړون ته تنازل او راټیټیدل که څه هم دهغوی د ځیني موخو د پوره کیدلو معنا لري ځکه یې د هغوی پوره ماتې نشم بللی خو دا چې پوره موخې یې نه دي ترلاسه کړې نو نیمه ماتې یې خامخا بللی شو، او دا چې نیمه ماته چا ورکړه او د نیمو موخو په ترلاسه کولو کې چا مرسته ورسره وکړه هغه دلمر په څیر روښانه ده، زموږ دملت سیکولریست مخلوق اوس هم دا ارمان لري چې باید امریکایانو پوره موخې ترلاسه کړې وی خو په دې کې شک نشته چې امریکایان له دې نامرادي سره هغه طالب مخامخ کړل چې هر وخت یې دسیکولرزم او سوکولریستانو ارمانونه خاورې کړې دي.

سیکولریستانو هروخت په هرصورت طالب غندلی او په پریمانه القابو یې یاد کړی ده خو دطالب دپراخې سینې او له هیواد او دهیواد له لوړو ګټو سره د مینې د ثبوت له پاره دهغوی دیوې نوې اعلامیې څو کرښې را اخلو دهغې په اعلامیه کې راغلې:

… اوس هم لا وخت شته، هغه کسان چې د کابل ادارې په راس کې قرار لري، که دوی په رښتیا د ستونزې هواری غواړي، په رښتیا یې په دې پاکه خاوره، مېړني او کړېدلي ولس زړه خوږيږي، په رښتیا غواړي چې له دې وروسته ولس له دربدریو څخه وژغورل شي، باید د هېواد د خپلواکۍ په تاریخي ویاړ کې ځان شریک کړي، او په دې ځان پوه کړي چې په حقیقت کې د یرغلګرو شتون نه، بلکې نه شتون زمونږ د هېواد او ولس، د یووالي، آرامۍ او سوکالۍ لامل ګرځېدای شي، او بس.

اسلامي امارت د کابل د ادارې په هر ډول دښمنې او ملي غداري باندي د هیواد د لوړو ګټو په موخه سترګې پټوي او هغوی ته په ډاګه کوي چې زموږ د جهاد موخه د یرغل مخنیوی و او لوی هدف یې دیرغلګرو شړل و.

یادونه: په بښنه سره له اوږده سفر وروسته ایله اوس پر ځای شوم، ځکه غیاب اوږد و او نښتر وځنډیدی. نن بیا د نښترکالم ستا سو په چوپړ کې.

ستاسو نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د