دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

نړيوال تکړه ډاکتر ګب هارډ بيا په دې آند دئ:

داسي به ناشونې وي چي يوه ښځه دي په حيض کي وي او تکليفونه دي و نلري، او په زياته اندازه سره چي زما مشاهده او تجربه ده، په حايضه ښځو کي د سردرد، د زړه تکان، د زيرناف دردونه، کله داسي اعصابي تکليفونه ورته پيداشي چي ژړائې بې اختياره وي، په داسي حالاتو کي کله پريشاني هم صورت ونيسي.

په دې کي هيڅ شک نشته چي کله هره مياشت ښځې ته دا ناروغي (حيض) راشي دا ددې په ذهني او جسماني ټوله نظام باندي پوره اغيزې کوي موږ ويلاي شو چي دا ښځه په دغه وخت کي ناروغه ده، او په ښځي کي ددې ناروغۍ له کبله يو شی روښانه دئ هغه دا چي د ښځې د ماغي او خيالي محنت کميږي.

د روانشناسۍ (Psychology)ماهرين په دې آند دي چي په دغه وخت کي د ښځې اعصابي نظام غير منظم کيږي، په احساساتو کي ئې بدلون راځي، ډېر ځله درست انعکاسا ت ورته درست نه ښکاري، کله ئې هوډ د هر شي په مقابل کي له منځه ولاړشي، د دماغ هغه برخه ئې درست کارنه کوي چي د ټول بدن کنترول ئې په واک کي دئ، هر کار چي کوي د ويرې له کبله ئې اهسته کوي او يا له ډېره احتياطه څخه کار اخلي، چي همدا د ښځې عادت جوړ شي نو ځکه ئې عادت تل نرم وي.

نړيوال ډاکتر شر زياتوي:

يوه صحتمنده او روغه ښځه د حمل په دوران کي هم په اضطراري حالت کي راشي، د حمل په دوران کي تل دا غير يقيني وي، دماغ ئې درسته پرېکړه نشي ورکولاي، د پرېشانيو په جال کي راګير وي، ذهني تشويش ورسره مل وي، په شعور، فکر، خيالاتو او عقل کي ئې صلاحيتونه کم شي.

ډاکټر ايډن شينډلر د نر او د ښځې د اعضاء تر منځ د توپير په هکله ليکي:

د نارينه ؤپه وينه کي سره کرويات (Red Blood Cells)نسبت وښځوته ۱۰٪ اضافه دي، د نر زړه نسبت و ښځې ته سست حرکت کوي، د ښځې زړه او سږي نسبت و نر ته کوچنی دی، په يوه دقيقه کي ښځه نسبت و نر ته ژر سا اخلي او د سخت کار کولو پر مهال ژر ستړې کيږي، نر نسبت و ښځې ته ډېر طاقتور دی،د ښځې معده نسبت و نر ته غټه ده، له همدې کبله ښځه نسبت و نر ته خواړه ژر هضم کولای شي، له همدې کبله اکثره ښځې له نارينه و څخه صحتمندې او پنډې وي،نشو او نماء ئې په تيزۍ سره صورت نيسي.

د لوبو په ميدان کي ښځه د نر مقابله نشي کولای، د ښځې جسم داسي جوړ دئ چي په کومه زاويه سره دا حرکت کول غواړي هغه نشي کولاي، پښه او لاس په تيزۍ سره نشي ښورولای، د نر صوتي اهتزاز نسبت و ښځې ته زيات دئ، د نر او د ښځې په نورو غدو کي هم له ورايه توپيرونه ليدل کيږي.

د نر ذهن تل عملي دی، يو کار چي ورته پيداشي هغه عملي کوي خو بل لورته د ښځې ذهن بيا تخيلي دی، عملي جنبه ئې کمه وي،تر فلانو ئې عمل کم وي، له همدې تخيل له کبله ښځې تر نارينه و زيات خوب ويني، ډير ژر ښځه په تشويش، اضطراب او د بيرې په جال کي راګيريږي، د ښځې بېره نسبت و نر ته ۵ ځلي زياته ده.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x