نظــر

په ښاري جګړه کې د طالبانو د موفقیت چانس

شاهد (غزنیوال)

د عُمري عملیاتو په ترڅ کې طالبانو سږ کال پر نورو محاربوي تکتیکونو علاوه د ښاري جګړي تکتیک هم وکاروه.

ښاري جګړه (Guerrilla warfare) د ګوریلايي جګړې له تکتیکونو څخه هغه بریالی تکتیک دي چې په لیږ وخت او لیږو امکاناتو سره دښمن ته دروند زیان اړولي شي .

طالبانو سږکال له همدې تکتیک څخه په هلمند، اروزګان ، فراه ، کندوز او بغلان ولایتونو کې استفاده وکړه ، چې دښمن ته یې په درانه ځاني او مالي زیان سربیره په تبلغاتي لحاظ هم سخته ضربه ورکړه.

د بیلګې په توګه طالبانو وکړای شول د کندوز په ښار کې د دښمن له ټولو پوځي احضاراتو سره سره د هغوي مجهز ځواکونه تر خپلو تهاجمي بریدونو لاندې ونیسي، د امریکایانو له مکمل ځمکني او هوايي حمایت سره سره یې له هغوي څخه د ښار مهمې سیمې ولکه او تر اتو ورځو پوري په خپل واک کې وساتي .

په کندوز ښارکې د طالبانو اته ورځني مقاومت دا ثابته کړه چې له هغوی سره ولسي حمایت موجود دی ؛ ځکه له ولسي حمایت پرته ناشونې ده چې هغوی دي یوه اونۍ مکمله پرته له دې چې له ښار نه بهر یې لوجیستیکي او پوځي اکمال وشي له خوراک او تجهیزاتو پرته تیره کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې مجاهد کندوزیان طالبانو ته د دښمن د وهلو لپاره په خپل کور کې ځای ورکوي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم کله چې یرغلګرو امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ همدې کندوزیانو په زرګونو هغه طالبان چې د کندوز ښار تر سقوط وروسته هلته محاصره پاتي شول همداسې په خپلو کورونو کې وساتل او وروسته یې ورته خپلو سیمو ته د خوندې رسولو زمینه مساعده کړه.

په ښاري جګړه کې د طالبانو شرعي او اخلاقي مکلفیتونه

د نظامي ماهرینو د وینا له مخې په ښاري جګړه کې هغه څوک بریالی وي چې په خپل ځان باندې د ولس له حمایت نه باوري وي ، ځکه ښاري جګړه په حقیقت کې د ولس د دفاع لومړۍ کرښه ده .

نو که طالبان غواړي په ښاري جګړه کې بریالیتوب ترلاسه کړی هغوی باید تر هرڅه وړاندې ښارونو ته په داخلیدو سره د هغه ځای د اوسیدونکو اعتماد تر لاسه او د هغوی د حفاظت لپاره کار وکړي.

که طالبان غواړي په ښارونو کې د جګړې همدا نوی تکتیک یې ښه نتیجه ورکړي باید لاندې ټکي په جدي ډول مراعت کړي.

الف : دا چې زمونږ د هیواد په کچه د رسنیو په تیره د تلویزوني شبکو فعالیت تر ډیره بریده تر ښارې سیمې پوري محددودې دی ، او تلویزوني شبکې ټولې شپه ورځ د طالبانو خلاف تبلغات کوي چې د هغوی د تبلیغاتو له وجې ځینو ښاریانو د طالبانو خلاف ذهنیت اخیستی وي ، نو طالبانو ته په کار دي چې هر ښار ته په ور داخلیدو سره له ښاري اوسیدونکو سره فوق العاده ښه رویه غوره او د دوی په خلاف ناسم جوړ شوی ذهنیت په ښه چلند تغیر کړي.

ب: لکه چې په هلمند ، فراه او ځینو نورو سیمو کې ولیدل شول په ښاري جګړو کې د ډیرو بندیانو اسارت متحقق وي ، نو باید طالبان د اسیرانو او درژیم د تسلیم شویو افرادو په اړه له فوق العاده ښې رویې څه کار واخلي، هغوی باید ونه ځوروي او نه يي توهین کړي ، بلکي د تسلیمي له وجې هغوی تقدیر او د ښه تعامل له مخې یې خپلو کورنیوته ورسوي.

ج: لکه څرنګه چې په شرعي لحاظ هم د جهاد هدف د خدای د دین حاکمیت دی نه د ځمکو لاندې کول ، نو باید کوښښ وشي چې تش د ښارونو په موقتې نیولو سره د هغه ځای اوسیدونکي مسلمانان متضرر نه کړي ، کوم ځای چې طالبان پوهیږي چې د هغه نیول د سیمې د اوسیدونکو د ځان او مال د ضائع کیدو لامل ګرځي او د دښمن لخوا د هغه ځای بیرته عاجل نیول متحقق وي نو باید دهغه ځای له نیولو صرف نظر وکړي.

د: دا چې اوس مونږ د کال په وروستي فصل کې یو او همدا فصل زمونږ د هیواد والو د ټولو زراعتي محصولاتو د تر لاسه کولو وخت دی ، نو باید طالبان د سیمې د خلګو د زراعتي محصولاتو د تحفظ ډیر خیال وساتي ، چیرته هم چې د دښمن په بمبار او یاهم د هغوي په پوځي عملیاتو کې د خلګو د زراعتي محصولاتو د تلف کیدو ویره وي هلته باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي ، که چیري د دښمن لخوا د ولس د زراعتي محصولاتو د تلف کیدو احتمال یقیني وی باید هلته له مؤقتي عملیاتو څځه خود داري وشي.

هـ: داچې په ښارونو کې د اطرافو په نسبت طالبان ډیر بلدیت نه لري او د کلیو په نسبت هلته مختلط خلګ اوسي چې د دوست او دښمن پیژندل ورته ګران وي ، نو طالبان باید د خپلو موثقو استخباراتي او کشفي معلوماتو له لرلو پرته د عامو ښاري اوسیدونکو په خوله ځوک ونه ځوروي .

و : دا چې ولسي حمایت زمونږ د جهادي فعالیت اساس دی نو باید هر ښار ته په داخلیدو سره له ولسي خلګو سره نهایت ښه تعامل وشي ، هلته د دولتي ممتلکاتو تحفظ ته باید د لومړي توب حق ورکړل شي ، عام المنفعه خدماتو لکه بریښنا، ابورسولو ، روغتیايي مرکزونو ،مکتبونواو ترافیکي سهولیتونو ته خاصه اوجدي پاملرنه وشي.

ز: په هرښار کې د خیریه مؤسسو ، دسته جمعي غیر دولتي رسنیو ، او نورو عام المنفعه تأسیساتو د کار کوونکو او ممتلکاتو خاص مراقبت باید وشي ، کوښښ وشي چې د غیر مسؤلو کسانو لخوا دهغوی د تلف کیدو مخنیوی وشي.

ح: دا چې هر ښار ته په ورداخلیدو او د رژیم له حاکمیت څخه دهغه ځای په وتلو سره د ټولې نیول شوې سیمې د خلګو د ځان او مال د حفاظت مسؤلیت شرعا طالبانو ته منتقل کیږي نو باید طالبان په بشپړه توګه د دغه مسؤلیت په ښه پوره کولو کې خپل ټول وس وکاروي او پرینږدي چې غیرمسؤل او لا ابالي کسان په نیول شوې سیمې کې د طالبانو د بدنامي په خاطر په غیرمسؤلانه کړنو لاس پوري کړي.

که چیرې طالبان د هرښار او هرې سیمې تر نیولو وروسته پورتني مقررات په پام کې ونیسې له شکه پرته چې نور به هم له ولسي حمایت نه برخمن او د خدای جل جلاله په لاره کې کړی جهاد به يي د هغه په دربار کې د قبولیت مورد وګرځي .

ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x